یوه کال کې د شړشمو یوزرو ۲۹۸ ټنه غوړي تولید شوې

content_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۱۴:۵
یوه کال کې د شړشمو یوزرو ۲۹۸ ټنه غوړي تولید شوې

۶ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او مالوماتو ریاست شمېرې ښیي، چې د تېرکال په ترڅ کې، د هېواد د شړشمو له کروندو څخه، د شړشمو یوزرو ۲۹۸ ټنه غوړي تر لاسه شوي دي.
د شمېرو له مخې، تېرکال د هېواد په کچه په یوزرو ۴۵۷ هکټآره ځمکه شړشم کرل شوې وه. د شړشمو ډېری کروندې، د سمنګان، تخار، بدخشان، بغلان، کاپیسا او غزني په ولایتونو کې شتون درلود.
د شړشمو غوړي یا تېل ډېر روغتیايي ګټې لري. د شړشمو غوړي، د درمل په توګه د استفادې ترڅنګ په پخلي کې هم کارول کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه ۱۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د پکتیا په مرکز او دوو ولسوالیو کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه د مرستو وېش

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۱
Background image

ننګرهار کې د کډوالو او بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام؛ ۲۸ کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د ودې او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې ۲۸. . .

بازگشت