د پراختيايي بوديجې د لګولو په پار د کرنې وزارت د مشرتابه غونډه په لاره واچول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۷:۵۱
جلسه رهبری وزارت زراعت پیرامون مصرف بودجه‌ی انکشافی و تطبیق پروژه‌ها برگزار شد

۱۲غويی۱۴۰۰
د پروژو پلي کېدو، د رياستونو ارزونې، د پراختيايي بوديجې د لګولو او د غنمو د پېرلو په پار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې لومړی دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال عبدالهادي رفيعي د پروژو او رياستونو د مالي او تدارکاتي پلانونو او د پراختيايي بوديجې په لګولو کې پر ټاکلي موخې جزييات وړاندې کړل.
دغه راز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي وويل، چې ددې وزارت اساسي لومړيتوب د پروژو پروخت پلي کېدل، د چوپړتياوو د وړاندې کولو چټکتيا او له مخکې د ټاکل شويو موخو پر اساس د پراختيايي بوديجې لګول دي.
دکرنې وزير ټينګار وکړ چې د پروژو په پلي کولو کې خنډ او ځنډ د منلو وړ نه دي او مسوولينو سره بايد اصولي چلند وشي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیکا د کرنې ریاست د جلغوزیو د ودې او پراختیا له عمومي مدیر سره یوځای د سروبي، ارګون او. . .

بازگشت