هلمند کې د بزکر مېله او نوی کال ونمانځل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳ - ۱۱:۵۴
هلمند کې د بزکر مېله او نوی کال ونمانځل شول ۳ وری ۱۴۰۰ د هلمند دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا د وري دويمه د بزګر ملي ورځ ددې ولايت د سيمه ييزو چارواکو او يوشمېر اوسېدونکو په شتون کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شول. یاد مراسم چې،  په کې د هلمند ولایت والي جنرال عبدالنبي الهام او د کرنې رييس زلمي الکو تر څنګ د بېلابېلو ادارو رييسانو، بزګرو، مالدارو، قومي مشرانو او ښځو هم برخه لرله د بېلابېلولو کرنیزو توکو او لاسي صنایعو توکي هم  نندارې ته وړاندې شول. په پیل کې د کرنې ريیس لخوا د کرنې، اوبولګ

۳ وری ۱۴۰۰
د هلمند دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا د وري دويمه د بزګر ملي ورځ ددې ولايت د سيمه ييزو چارواکو او يوشمېر اوسېدونکو په شتون کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شول.
یاد مراسم چې،  په کې د هلمند ولایت والي جنرال عبدالنبي الهام او د کرنې رييس زلمي الکو تر څنګ د بېلابېلو ادارو رييسانو، بزګرو، مالدارو، قومي مشرانو او ښځو هم برخه لرله د بېلابېلولو کرنیزو توکو او لاسي صنایعو توکي هم  نندارې ته وړاندې شول.
په پیل کې د کرنې ريیس لخوا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي پیغام ګډونوالو ته واورول شو ، ورپسې د کرنې ريیس د ۱۳۹۹ يم کال لاسته راوړنې او د ۱۴۰۰  کال پلانونه له ګډونوالو سره شریک کړل.
دهلمند والي جنرال عبدالنبي الهام په خپلو خبرو کې هيله وښوده،  چې سږکال به افغانستان لپاره د سولې ،هوساينې او پرمختګ کال وي.
ښاغلي الهام دترسره شويو پروژو او ددولت له خوا دنویو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د کرنې وزارت له خوا هر کال د وري دويمه د بزګر ورځ د هېواد د پلازمېنې تر څنګ په بېلابېلو ولايتونو کې په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي او دفصل بېلابېل مالدارۍ او کرنيز توکي نندارې ته وړاندې کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت