د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د یوناما له مشرې سره وکتل
۳ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري دخپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مشرې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې رباب فاطمې سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنې وزیر د هېواد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د شته ظرفیتونو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او د پراختیایي او بنسټیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د فعالیت کوونکو ادارو د همکاریو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
نوموړي په ځانګړي ډول د هغو کروندګرو لپاره د بدیل معیشت پروژو پر پلي کولو ټینګار وکړ، چې د کوکنارو له کښت څخه یې لاس اخیستی دی. همدارنګه یې د هغو پروګرامونو پر پلي کولو ټینګار وکړ، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د کروندګرو زیانمنېدنه راکمه کړي. په دې برخه کې یې د بندونو او چکډېمونو د جوړولو له لارې د باراني او موسمي اوبو مدیریت د مهمو اړتیاوو په توګه یاد کړ.
د کرنې وزیر همدارنګه څرګنده کړه، چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د بېلابېلو مؤسسو او ادارو له لوري د ګڼو پروژو له پلي کېدو سره سره، د کروندګرو د پراخو اړتیاوو په پام کې نیولو سره دغه پروژې بسنه نه کوي او اړینه ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په بنسټیزو برخو کې همکارۍ لا زیاتې شي.
په همدې حال کې، رباب فاطمې د کوکنارو د کښت له منځه وړلو هرکلی وکړ او د کروندګرو د ستونزو په اړه یې، په ځانګړي ډول د سړو خونو کمښت، د کرنیزو محصولاتو ضایع کېدل او مناسبو بازارونو ته محدود لاسرسی، خبرې وکړې. نوموړې د یادو برخو او د کروندګرو د نورو اړتیاوو په تړاو یې د پروژو د پلي کولو په برخه کې د هڅو د دوام ډاډ ورکړ.
په دې لیدنه کې د همکاریو پر پراختیا او هغو پروژو ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار وشو، چې د کروندګرو اساسي اړتیاوې پوره کړي او د کرنې سکټور د دوامدارې ودې او پراختیا زمینه برابره کړي.
