هلمند کې د نیالګیو اېښودو کمپاین؛ سږ د مېوو ۴۰۰ جریبه سوداګریز بڼونه جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۵:۳۲
هلمند کې د نیالګیو اېښودو کمپاین؛ سږ د مېوو ۴۰۰ جریبه سوداګریز بڼونه جوړېږي

۱۵ سلواغه ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د نیالګیو اېښودو کمپاین د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام، د کرنې رییس زلمی الکو، مدنې ټولنو، قومي مشرانو، یوشمېر کروندګرو او بڼوالو په شتون کې پیل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام، د هلمند ولایت له اوسیدونکو غوښتنه وکړه، چې په دې کمپاین کې برخه واخلي ترڅو هېواد مو زرغون او د سولې، ورورۍ او اخوت پیلامه شي.
د هلمند والي وویل: «هلمند چي د نورو ولایتونو په پرتله يې هوا ګرمه ده نو سر له اوسه په دې ولایت کي د نیالګیو اېښودو لړۍ پیل شوه. د کرنې ریاست له خوا کروندګرو، بڼوال او ځمکوالو ته زرګونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي چمتو شوي دي، چې یوازې د ۲۵ سلنې بیې په ورکولو سره به د دوی په واک کې ورکړل شي.»
د هلمند والي دغه راز وویل، کومې دولتي ادارې او کروندګر چې یاد نیالګي تر لاسه کوي له اېښودو وروسته دې باید د پالني په برخه کې هم پاملرنه وکړي، ترڅو د نویو نیالګیو له اېښودو وروسته يې په ښه ډول روزنه وشي او د ضایع کېدو مخه يې ونیول شي.
په همدې حال کې د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وویل، ددې لپاره چې هلمند یو ګرمسېر ولایت دی، د نیالګیو اېښود لړۍ په کې د سلواغې په میاشت کې پیل او د کب تر پایه ادامه لري.
زلمی الکو وویل،چې سږکال د هلمند دکرنې ادارې له خوا د ۱۵۲ زره او ۲۰۰ مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګیو سربېره د خصوصي سکټور په نرسریو کې څه باندې یو میلیون نیالګي تولید او پر بزګرانو او بڼوالو د وېش په پار چمتو شوي دي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست ددې ولایت له خلکو غواړي، چې په دې کمپاین کې ونډه واخلي او د ونو او نیالګیو ساتنې او څارنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دغه راز د هلمند ولایت د ناوې، نادعلي، نهرسراج او ګرمسېر په ولسوالیو کې د کرنې ریاست اړوند د سولې بنسټ برنامې له لارې د مېوو د ۴۰۰ جریبه بڼونو د جووړلو لړۍ هم د پټۍ په پرېکولو او بڼوالو ته د نیالګیو په وېش سره پیل شوه.
د کرني رییس زلمی الکو وویل، چې دوی به هغه کسانو ته نیالګي ورکړي، چي د اېښودو لپاره يې ځمکه ولري او د ښې روزني ډاډ يې تر لاسه کړي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست ددې ولایت له خلکو غواړي، چې په دې کمپاین کې ونډه واخلي او د ونو او نیالګیو ساتنې او څارنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت