د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له خوا په څلورو ولایتونو کې د ۱۸۶ ممیزخونو جوړول

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۴:۳۷
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له خوا په څلورو ولایتونو کې د ۱۸۶ ممیزخونو جوړول

۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه «HVCDSP» د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د کابل، پکتیکا، لوګر او غزني په ولایتونو کې ۱۸۶ ممیزخونې جوړ کړي دي. ددغو ممیزخونو د جوړولو پروژه د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې په لاره اچول شوې وه.
ددغو ممیزخونو له ډلې د ډېرو هغو رغنیزې چارې بشپړ شوي دي او د پاتې هغو چارې به هم د یوې اوونۍ په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دغه ممېزخونې هر یوه یې په یوه وخت کې له ۱۲تر ۱۵ مټریک ټنه انګور په ممیزو بدلولای شي.
ددغو ممیزخونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱۵۹ میلیون او ۴۴۵ زره او ۵۴۲ افغانۍ ده، چې ۸۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او ۲۰ سلنه لګښت یې د برخمن شویو بڼوالو له خوا تامین شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۹
Background image

کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوړو د خوندیتوب او د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغونې پروژې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالی کې ۵۵۲ مستحقو کسانو ته د کار په. . .

بازگشت