دکرنې وزارت یوازې د یوې پروژې له لارې پر کروندګرو مېرمنو د مېوو او سبو ۱۸۸ وچوونکي دستګاوې وېشلي دي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۶ - ۱۵:۱۳
وزارت زراعت تنها در قالب یک پروژه‌اش امسال ۱۸۸ ماشین خشک‌کننده‌ی میوه و سبزی را به زنان زراعت‌پیشه توزیع کرده است


۲۶لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې له لارې او د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې«HVCDSP»   په مدیریت، سږکال د هېواد په اوو ولایتونو کې پر کروندګرو مېرمنو د مېوو او سبو ۱۸۸ وچوونکي دستګاوې وېشلي دي.
دغه وچوونکي دستګاوې په ټولیزه توګه د ۲۸میلیونه او ۹۰۲ افغانیو په لګښت وېشل شوي، چې ۲۰ سلنه لګښت یې برخمن شوي بزګران او ۸۰سلنه لګښت یې دکرنې وزارت له خوا ورکړل شوي دي.
د مېوو او سبو یاد وچوونکي دستګاوې د لمر په انرژۍ کار کوي او هر یو یې په یوه وخت کې، له ۵۰ تر۷۰کیلو ګرامه د مېوو د وچولو وړتیا لري. ددغو د ستګاوو څخه په ګټې اخیستنې سره بزګران کولای شي، چې له خپل مصرف او پلور څخه اضافه مېوې او سابه وچ کړي او په مناسب وقت کې یې خرڅ کړي.
د مېوو او سبو دغه لمریز وچوونکي د ستګاوې د کابل، بامیان، غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر او میدان وردګو په ولایتونو کې پر ۱۸۸ کروندګرو مېرمنو وېشل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د ننګرهار وادي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د مالټو بڼونو پراختیا

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا، د بڼوالۍ د ودې او د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي په موخه په خپلو څلورګونو. . .

بازگشت