د کرنې وزیر د پنجشیر له والي سره د پنجشیر د کرنې پر پراختیا خبرې وکړې

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۵
د کرنې وزیر د پنجشیر له والي سره د پنجشیر د کرنې پر پراختیا خبرې وکړې

۲۹ مرغومي ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی د خپل کار په دفتر کې د پنجشیر والي کماالدین نظامي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د پنجشیر والي وویل که چېرې په پنجشیر کې توت د ځنځیري ارزښت په توګه ملاتړ شي او دودیزه بڼه یې مدرن او پرمختللي بڼې ته واړول شي د بڼوالۍ په برخه کې د خلکو د عواید د زیاتوالي او ودې لامل کیږي. ښاغلي نظامي دغه راز یادونه وکړه، چې د پنجشیر اقلیم د انجې «هنګ» او نورو طبي بوټو کرکېلی ته مساعده ده که په دې برخه کې پراختیایي کارونه ووشي، د څړځایونو د ودې، د طبیعي سرچینو د خوندي تابه او دغه راز د خلکو د عواید د زیاتوالي لامل کیږي.

په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی په پنجشیر کې د کرنې او بڼوالۍ بېلابېلو برخو ودې او پراختیا ته په ټینګار سره وویل، چې د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، ترڅو د توتو د تولیداتو ارزښت لوړ شي او په دې برخه کې به د کرنې وزارت د بڼوالۍ برخې کار وکړي.

ښاغلی دارنی دغه راز وویل، چې د طبي نباتاتو د کرکېلي او تولید زیاتولو او طبیعي سرچینو په برخه کې هلې ځلې کوي، چې مسلماً دا چارې د پنجشیر ولایت هم تر پوښښ لاندې نیسي، چې په دې ولایت کې د طبي نباتاتو د تولید د ودې او دغه راز په دې برخه کې ددې ولایت د فعالو اوسیدونکو د عوایدو د زیاتوالي لامل کیږي.

 
 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

بازگشت