هرات کې د زعفران ګل پنځمه جشنواره جوړه شوه

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۵:۹
هرات کې د زعفران ګل پنځمه جشنواره جوړه شوه

۲۶ لړم ۱۳۹۸
د زعفران ګل پنځمه جشنواره او د زعفراني خوړو نندارتون د سلګونو زعفران کارانو، د زعفران په برخه کې د خصوصي سکټور او فعالو شرکتونو استازو، د زعفران کارانو ټولنې او اتحادیې او د یوشمېر نورو هېوادونو د استازو په شتون کې په هرات کې جوړه شوه.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی ددې جشنوارې په پرانیستونکی وينا کې وویل: «د زعفرانو د پراختیا د اسټراټژی پر اساس اټکل شوې وه، چې موږ په ۱۴۰۰ ام کال کې ۱۴ ټنه تولید ته ورسېږو، خوموږ پنځه کلنه لار په دوو کلونوکې طی کړ.»
ښاغلی درانی زعفران کارانو او ددې سکټور په برخه کې فعالو سکټورونو ته وړاندیز وکړ، چې په کلیزه کې دزعفرانو دملي ورځې په نوم پر یوې ورځې په هوکړې سره یوه ورځ ځانګړی کړي، ترڅو افغانستان لکه د جلغوزې د ملي ورځې په څېر د زعفرانو ملي ورځ هم ولري او په کلیزه کې ورته ځای ورکړل شي.
د کرنې وزیر ددې کار موخه د افغانستان زعفران ته ارزښت ورکول او د خلکو له خوا د زعفرانو کارول وبلل.
د کرنې وزیر وویل، چې د زعفرانو د تولید سږنۍ کچه په هرات کې ۱۷ ټنه او په ټول افغانستان کې ۱۸ ټنو ته رسیږي.
د کرنې وزیر وویل: «د کیفیت له پلوه لومړی ځای لرو، د کمیت له اړخه د نړۍ درېیم تولیدوونکی یو، خو زموږ برنامه داده، چې د کیفیت په ساتنې سره د زعفرانو دویم تولیدوونکی شو.»
د افغانستان زعفران اوس په بهرنیو نندارتونونو کې ځانګړی ځای او امارات، چین، هند، عربستان او اروپایي هېوادونه د افغانستان د زعفرانو د پېر لېوالتیا لري.
د کرنې وزیر هېواد ته د زعفران او د زعفرانو د پیازو د وارداتو د مخنیوي په هکله وویل، چې دا کار د زعفرانو د سکټور په غوښتنه ترسره شوې ده او دا سکټور باید افغانستان ته د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي.
نصیر احمد درانی وویل، چې هرات د کرنې په برخه کې لوی اقتصادي وړتیا لري او په همدې موخه یاد ولایت ته ډېره بودیجه ځانګړې شوې ده.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالصبور رحماني په دې جشنواره کې وویل، چې هرات کې په اووه زره هکټار ځمکه کې د زعفرانو کرکېله شوې او په دې ولایت کې ۴۵ شرکتونه او ټولنې په دې برخه کې فعالیت لري.

هغه وویل، چې روان کال د زعفرانو د پروسس او بسته بندی ۱۰۰ مرکزونه تجهیز شوي دي.

د زعفرانو د پیازو منظم وېش، د نندارتونونو جوړول، د زعفرانو ملي انسټیټوټ جوړول، د صادراتو سرټیفیکيټ وړاندې کول او پر زعفران کارانو د اړتیا وړ توکي وېشل هغه کړنې دې، چې د کرنې وزارت له خوا په هرات کې د زعفرانو د کیفیت د ښه کولو او دتولید د لوړولو په پار ترسره شوي دي.

دغه راز د هرات ولایت د مقام مرستیال او چارسمبال محمدداوود هاشمي وویل: «هرات یواځې اقتصادي او صنعتي قطب نه دی، بلکې کرنیز قطب هم دی.»

هغه وویل، چې په دې برخه کې په هرات کې پانګونې ډېر شوي دي.

د هرات ولایت د مقام مرستیال او چارسمبال د زعفرانو د تولید، بازارموندنې او صادراتو په برخه کې د کرنې وزارت هلې ځلې اغېزناکې وبللې او ددې وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه.

هغه وویل، چې په هرات کې ۱۵ زره کورنۍ د زعفرانو د سکټور په برخه کې په دندو بوخت دي.

په همدې حال کې، په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی سیدعظیم کبرزاني وویل، «د زعفرانو د سکټور په برخه کې ښه پرمختګ لرو، هم د کیفیت او هم د کمیت له اړخه؛ د کرنې وزارت هلې ځلې د ستایلو دي.»

ښاغلی کبرزاني د کرنیزې بودیجې د زیاتولو اړتیا ته په کتو زیاته کړه: «پارلمان ته د ۱۳۹۹ یم کال بودیجه استول شوې او موږ هڅه کوو، چې په پارلمان کې کرنې او زعفران ته ډېره پاملرنه ووشي.»

په یاده جشنواره کې د هرات د زعفران کارانو استازی بشیر احمد رشیدي د زعفرانو د تولید دزیاتولو، پروسس، بسته بندی او بازراموندنې په برخه کې دکرنې وزارت له همکاریو مننه وکړه. هغه دغه راز د افغانستان زعفران ته د بازارموندنې په برخه کې د هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني د هلوځلو ستاینه او مننه وکړه.

ښاغلی رشیدې دغه راز وړاندیز وکړ، «د بازارموندنې په برخه کې باید ډېره پاملرنه ووشي او افغانستان ته د زعفرانو د قاچاق مخه ونیول شي.»

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

کندهار کې د شاتو تولید بې‌ساری زیاتوالی؛ د پسرلي په موسم کې ۴۴.۴ ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شو

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې د روان ۱۴۰۵ کال د پسرلي په موسم کې په دې ولایت کې د شاتو تولید د تېر کال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۲۱
Background image

د کرنې وزیر په بهرنیو چارو کې د هند د دولت له وزیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هند د بهرنیو چارو او نساجۍ وزارت له مرستیال وزیر، پبیترا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۲۰:۲۱
Background image

د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د اغېزمن تطبیق په موخه د عامه. . .

بازگشت