د هېواد د اراضۍ ستونزو د حل په موخه په کرنې وزارت کې غونډه دائره شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۶:۱۶
د هېواد د اراضۍ ستونزو د حل په موخه په کرنې وزارت کې غونډه دائره شوه


٩ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٢٧ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق

د افغانستان د اراضۍ د ستونزو د حل په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ او د یاد وزارت د څو رییسانو په ګډون غونډه ترسره شوه.  
دا غونډه چې د کرنې او مالدارۍ معینیت کې ترسره شوه، پکې د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم، د جیودېزي او کادستر رییس مولوي سعید الرحمن مظهري، د کابل د اراضي رییس مولوي شهاب، د څړځایونو د تنظیم رییس احمد خالد صاحب زاده، اداري رییس محمد اکبر امیني، د پلان او پالیسۍ رییس مولوي عبدالمجید مبارک او د کرنې وزارت یو شمېر متخصصینو ګډون کړی و.  
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په دې غونډه کې ټینګار وکړ: "چې د هېواد د اراضي ستونزې باید د شریعت احکامو، اسنادو، مدارکو او مسلکي متخصصینو په کارولو چې وکولای شي د اراضي تخنیکي ستونزې وڅېړي او د املاکو نوعیت او مالکیت تثبیت کړي، حل شي."
همدارنګه، د زراعت او مالدارۍ مرستیال، د اراضي د ملکیت اسنادو څېړنې او تصفیې باندې ټینګار وکړ او په دې موخه یې د اړوندو ادارو د کارمندانو په ګډون د یوې کمېټې د جوړېدو غوښتنه وکړه.  
په ورته وخت کې، د کرنې وزارت د اراضي رییس مولوي محمود مظلوم د هېواد په اراضي ‌پورې اړوندو ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د فاریاب ولایت د څړځایونو، د قوش تیپې کانال شاوخوا ځمکو د تصفیې، آرشیف کې موجودو اسنادو د تصفیې، د هېواد د اراضي معلوماتو ثبتولو، د عرفي قبالو ستونزو حل او په کابل ښاروالۍ کې د ملکیت اسنادو د طی مراحل په اړه خبرې وکړې.

نشستی به منظور حل مشکلات اراضی کشور در وزارت زراعت برگزار شد
۹ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
نشستی به منظور حل مشکلات اراضی افغانستان به سرپرستی مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعــت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور شماری از روئسای وزارت زراعت برگزار شد.
این جلسه که در معنیت زراعت و مالداری برگزار شده بود در آن مولوی محمود مظلوم رئیس اراضی، مولوی سعید الرحمن مظهری رئیس عمومی جیودیزی و کدستری، مولوی شهاب رئیس اراضی کابل، احمد خالد صاحب زاده رئیس تنظیم علفچرها، محمداکبر امینی رئیس اداری و مولوی عبدالمجید مبارک رئیس پلان و پالیسی و شماری از متخصصین وزارت زراعت حضور داشتند. 
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در این جلسه تاکید بر حل مشکلات اراضی کشور کرده افزود" نیاز است که  مشکلات اراضی  کشور مطابق  به احکام شرعیت، اسناد، مدارک و با استفاده از متخصصین مسلکی که بتواند در مشکلات فنی اراضی را بررسی نموده و نوعیت و مالکیت املاک را تثبت نمایند حل گردد". 
همچنان معین زراعت و مالداری بر ایجاد یک کمیته‌ای متشکل از کارمندان ادارات ذیربط جهت بررسی و تصفیه اسناد مالکیت اراضی کشور تاکید کرده و خواستار ایجاد آن شد.
 در همین حال مولوی محمود مظلوم رئیس اراضی  وزارت زراعت پیرامون مشـکلات  موجود در بخش اراضی کشور معلومات اراییه کرده و در مورد علفچــرهای ولایـت فاریاب، تصفیه زمین های اطراف کانال قـوش تپه، تصفیه اسناد موجود در آرشیف، ثبت معلومات اراضی کشور در آرشیف و چگونگی رسیده گی به قباله‌های حروفی و همین گونه چگونگی طی مراحل اسناد ملکیت در شاروالی کابل صحبت کرد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د لغمان د کرنې ریاست او مستوفیت ترمنځ د عوایدو د زیاتوالي په موخه  ناسته وشوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سلیمان ایمن دخپل کار په دفتر کې د مستوفیت د غیرمالیاتي عوایدو له مسؤلینو سره د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۷
Background image

میدان وردګو کې د بڼونو او ونو خونديتوب په پارهڅې؛ د ژمني تېلو پاشلوپروګرام پیل شو

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بڼونو او ونو خوندیتوب او د نباتي افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د خوسکیو وېش

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار مؤسسې له لورې د ننګرهار په هسکه مېنه، کوټ او روداتو ولسوالیو کې ٢٠٠ بې وزله. . .

بازگشت