د کندهار میوند کې څارویو ته د چنجیو ضد درمل ورکول کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۱۱:۳۱
د کندهار میوند کې څارویو ته د چنجیو ضد درمل ورکول کېږي

۲۱ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د میوند په ولسوالی کې د څارویو د خوندیتوب په پار وړو شخوند وهونکو څارویو ته د چنجیو ضد درمل ورکول کېږي.
د چارواکو په خبره ددې پروګرام په ترڅ کې ۳۹ زره او ۸۰۰ څارویو ته د چنجیو ضد درمل ورکول کېږي.
باید وویل شي، چې یاد پروګرام د میوند ترڅنګ د خاګریز په ولسوالی کې هم پلي کېږي، چې موخه یې د څارویو خوندیتوب او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست کې د شنو خونو د جوړولو کار پیل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د میدان وردګو ولایت د کرنې په ریاست کې د شنو خونو د جوړولو چارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په بېلا بېلو برخو کې پروژې پلي کېږي

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د. . .

بازگشت