پکتیکا کې د ځنګلونو وهنې د مخنیوي په پار هلې ځلې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۰:۲۳
پکتیکا کې د ځنګلونو وهنې د مخنیوي په پار هلې ځلې

۱۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دکرنې وزارت د هدایت پر اساس یې په دې ولایت کې د ځنګلونو وهنې او لرګیو قاچاق د مخنیوي په پار هلې ځلې چتکې شوي دي. 
د دغو هلوځلو په دوام د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په ریاست کې د اړوندو ادارو ترمنځ د غونډې په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د اوسیدونکو د سون توکو د ستونزو حل او نورو موضوعاتو باندې خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې، چې د پکتیکا دکرنې رییس ترڅنګ ددې ولایت د مقام، استخباراتو، امنیه قومندانۍ، چاپېریال ساتنې، علماؤ شورا او صنعت او سوداګرۍ ریاستونو استازي هم ګډون درلود د ځنګلونو د وهنې مخنوی، خوندیتوب او پراختیا ترڅنګ د پکتیکا اوسیدونکو د سون توکو پر ستونزې هم خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې  د مرغومې له ۱۶ د سلواغې تر ۱۶ نیټې پورې دې د پکتيکا ولايت د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې پرتې وچې لرګي دي د ننه په ولایت کې هرې سیمې ته ولېږدول شي.دغه راز په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د شنو لرګيو وهل او انتقال دواړه مطلق بند دي که يې په اړوند څوک ونيول شي بايد جزايې ارګانونو ته معرفي شي،ټوله پکتيکا کې دي د امنيه قوماندانۍ ،استخباراتو ، کرنې او شنې قطعې مسؤلين په خپلو اړونده سیمو کې د يادو کړنو کلکه څارنه وکړي او د پکتيکا ولايت څخه دي د وچو لرګيو د لېږد مخه ونیسي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

پکتیا کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۵ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ ولسوالی کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونه جوړېږي

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د بهسودو لومړۍ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې تر. . .

بازگشت