کندهار کې د پستې څه باندې درې زره جریبه بڼونه جوړ شوي دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۳ - ۱۳:۲۲
کندهار کې د پستې څه باندې درې زره جریبه بڼونه جوړ شوي دي


۳ غویی ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د همکارو موسسو او خلکو په همکارۍ په تېرو څو کلونو کې په دې ولایت کې د پستې څه باندې درې زره جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې ډېره ښه پایله یې هم ور کړې ده. 
د کندهار د کرنې ریاست وایي، چې پسته د کندهار له اقلیمي شرایطو سره ښه توافق لري او په دې ولایت کې د پستې د سوداګریزو بڼونو د جوړولو په پار یې په روان کال کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په مرسته د ۱۲۰۰ نوي بڼونو دجوړولو په پار پر ۲۲۰ بزګرانو د پستې ۴۸۰ کیلو تخمونه او پلاستیکي کڅوړې وېشلي او یادو بزګرانو ته د پستې د تخمونو د کرکېلي لارې چارې هم ښودلي دي. دغه راز تېرکال په دې ولایت کې د پستې ۷۰۰ جریبه بڼونه هم پیوند شوي دي.
په کندهار کې د پستې څه باندې درې زره جریبه نوي بڼونه په داسې حال کې جوړ شوي دي، چې یاد ولایت د تازه مېوو له ډلې انګور او انارو په برخه کې مخکښ ولایت دی. د دغو بڼونو ښې پایلې نور کروندګر هم هڅوی، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي: «له نېکه مرغه په دې وروستیو کې د پستې د بڼونو جوړولو او ترویج په پار هلې ځلې کړندي شوي دي او خلک د پستې بڼونو جوړولو ته لېوال شوي دي.» 
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په راتلونکو څو کلونوکې د انارو، انګورو او انځرو ترڅنګ پسته به هم ددې ولایت د صادراتو په لست کې شامل شي.
باید وویل شي، چې پسته په افغانستان کې یو له مهمو اقتصادي نباتانو څخه ګڼل کیږي، چې د یوشمېر هېوادوالو د اقتصاد لویه برخه جوړوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت