کندهار کې د زرګونو کروندګرو او مالدارانو د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرامونه پیلېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۵:۳۶
کندهار کې د زرګونو کروندګرو او مالدارانو د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرامونه پیلېږي

۸ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو او مالدارۍ آمریت په همغږۍ د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د کروندګرو او مالدارانو د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرامونه پيلوي. دا پروګرامونه به د نباتي ناروغیو، افتونو، مؤثرې کرنې او سالمې مالدارۍ د ودې په موخه ترسره شي.
د کندهار د کرنې ریاست د متخصصینو او مسلکي انجنیرانو په مټ به د دامان، ډنډ، ارغستان، ارغنداب، شاولیکوټ او یو شمېر نورو ولسوالیو کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو ته روزنیز پروګرامونه برابر شي.
په دې پروګرامونو کې به کروندګرو ته د نباتاتو د ناروغیو، افتونو د مخنیوي، د حاصلاتو د لوړولو او د مؤثرې کرنې طریقو په اړه زده کړې ورکول کېږي او مالدارانو ته به د څارویو د ناروغیو د مخنیوي او د مالدارۍ د سالمې ودې په اړه معلومات وړاندې شي.
د کرنې ریاست وايي، د روزنیزو پروګرامونو له لارې هڅه کېږي چې کروندګر او مالداران د ناروغیو او افتونو پر وړاندې پر وخت وقایوي تدابیر ونیسي او د خپلو حاصلاتو او مالدارۍ د ودې ظرفیت لوړ کړي.
دا پروګرامونه به په راتلونکو څو ورځو کې عملي شي او تمه ده چې زرګونه کروندګر، بڼوال او مالداران ترې ګټه واخلي.
تېر کال هم د کندهار په ډېرو ولسوالیو کې ورته روزنیز پروګرامونه ترسره شوي وو، چې مثبتې پایلې یې لرلې. د دغو پروګرامونو دوام به نه یوازې د نباتاتو او څارویو ناروغیو ته پر وخت او مؤثره رسیدنه یقیني کړي، بلکې د کندهار په کچه به د کرنې او مالدارۍ سکتور ته سالمه وده ورکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت