کاپیسا کې د شاتو د تولید سږني کچه نږدې ۲۷ ټنو ته ورسېد

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۱۵:۲۸
تولید عسل در کاپیسا به حدود ۲۷ تن رسید


۱۷ لیندۍ ۱۳۹۹
د کاپیسا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د شاتو دتولید سږنی کچه ۲۶.۹مټریک ټنو ته ورسېد.
د کاپیسا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس همایون حبیب وایي، چې د کاپیساولایت په کچه د شاتو مچیو ۱۲۴ فارمونه فعالیت لري، چې له یادو فارمونو څخه سږکال ۲۶.۹ مټریک شات تولید شوي دي.
د ښاغلي حبیب په خبره، د کاپیسا د شاتو په ۱۲۴ فارمونو کې د شاتو پنځه زره او ۳۸۰ کورنۍ روزل کیږي.
هغه زیاته کړه، چې په دې ولایت کې کال تر بلې د شاتو مچیو روزنې فارمونه زیاتیږي. ددې ولایت د ښار مرکز او ولسوالیو کې د شاتو مچۍ روزل کیږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ریشخور لبنیاتو فابریکې د چارو د پرمختګ څارنه وکړه

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي ضمیر عثماني، د کابل په ریشخور کې د لبنیاتو فابریکې د تجهیزاتو د نصبولو. . .

بازگشت