کابل کې د کانګو تبې پر وړاندې مبارزه پيل شوه

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۸:۳۸
کابل کې د کانګو تبې پر وړاندې مبارزه پيل شوه

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۰
دلوی اختر د رارسېدو په درشل کې، د کابل دکرنې رياست له خوا په ښار او يوشمېر کليو او د کابل ولايت په ولسواليو کې د کانګو تبې پر وړاندې د مبارزې کمپاين پيل کړی دی.
دياد کمپاين په ترڅ کې د ښار او کلي هغه سيمې چې ډېر څاروي او غوجلې په کې دي او په دې ناروغۍ په ککړو کنو د شته څارويو د شتون شونتيا په کې ډېره وي د برنامې تر چتر لاندې نيول کېږي.
ياد کمپاين د اتو ورځو لپاره ده، چې په ترڅ کې يې په کنې ککړو څارويو او غوجلو درمل شېندل کېږي.
د کانګو تبه (CCHF) يو وژونکی میکروبي (ویروسي) ناروغي ده، چې له څارويو انسان ته لېږدي. ددې ويروس لوی لېږدوونکي غوا، وري، وزې او نور څاروي دي.
ددې ناروغي ويروس د کنو د چيچلو او يا د ککړو (منتن) څارويو له وينې او غوښې سره د تماس له لارې په مستقيمه توګه انسانانو ته لېږدي.
د کانګو تبې د مخنيوي په پار  مشکوکې غوجلې او څاروي بايد دواپاشي شي، د څارويو غوښې ښه پاخه او د څارويو د حلالولو پر وخت محافظتي جامې واغوستل شي او له څارويو سره تر تماس وروسته لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومينځل شي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کانګو تبي مخنيوي په پار هر کال کمپاينونه په لاره اچوي او پر څارويو ددې ناروغۍ ضد واکسين پلي کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د کرنې وزارت د هڅو په پایله کې ننګرهار کې د ستروسو بڼونه پراخ شوي؛ سږ کال به ۹ زره مټریک ټنه مالټې حاصل شي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ د ودې او د ستروسو د بڼونو د پراختیا په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړی، چې په پایله کې یې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

کندهار کې ۹۵ زره کوچنیو څارویو ته د انتروتوکسیمیا او چنجیو ضد درملنې کمپاین پیل شو

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د کندهار ښار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۵۴
Background image

کرنې وزارت کې د تدارکاتي پلان د جوړولو د لارښود په اړه ښوونیز پروګرام ترسره شو

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست او د تدارکاتو ریاست له لوري د دغه وزارت د نږدې ۵۰ تنو کارکوونکو په ګډون، د. . .

بازگشت