پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ ددې ولايت په مرکز ګردیز او زرمت ولسوالی  پر ۱۵۰۰ اړمنو بزګرانو د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه، چې د دې وېش لپاره سروې له وړاندې بشپړه شوې وه.
د وېش په مراسمو کې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د اقتصاد ریاست استازی، د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیمزی، د ترویج مدیر انجنیر عزیز الله کریمي، د افغان سوله جوړونکو مؤسسې مسئولینو، بزګرانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د همکارو موسساتو څخه مننه وکړه او بزګرانو ته یي وویل، چې هڅه وکړئ یاد اصلاح شوی تخمونه په خپلو ځمکو کې وکرئ تر څو ښه حاصل ترلاسه کړئ.
ښاغلی هاشمي په خپلو خبرو کې وويل، چې د ياد پروګرام له لارې هر بزګر ته ۵۰ کيلو اصلاح شوي غنم، ۵۰ کيلو توره سره او ۵۰ کيلو ګرامه سپينه سره په وړيا ډول ورکول کېږي، او زیاته یی کړه، چې د ياد پروګرام له تطبيق څخه يې موخه د اړمنو بزګرانو پر پښو اودرول دي، ترڅو اقتصادي وضعيت يې ښه شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت