پکتيا ۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه
۴ کب ۱۴۰۴ه.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه.ق
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاېاو» په مالي ملاتړ ددې ولايت په مرکز ګردیز او زرمت ولسوالی پر ۱۵۰۰ اړمنو بزګرانو د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه، چې د دې وېش لپاره سروې له وړاندې بشپړه شوې وه.
د وېش په مراسمو کې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د اقتصاد ریاست استازی، د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیمزی، د ترویج مدیر انجنیر عزیز الله کریمي، د افغان سوله جوړونکو مؤسسې مسئولینو، بزګرانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د همکارو موسساتو څخه مننه وکړه او بزګرانو ته یي وویل، چې هڅه وکړئ یاد اصلاح شوی تخمونه په خپلو ځمکو کې وکرئ تر څو ښه حاصل ترلاسه کړئ.
ښاغلی هاشمي په خپلو خبرو کې وويل، چې د ياد پروګرام له لارې هر بزګر ته ۵۰ کيلو اصلاح شوي غنم، ۵۰ کيلو توره سره او ۵۰ کيلو ګرامه سپينه سره په وړيا ډول ورکول کېږي، او زیاته یی کړه، چې د ياد پروګرام له تطبيق څخه يې موخه د اړمنو بزګرانو پر پښو اودرول دي، ترڅو اقتصادي وضعيت يې ښه شي.
