هلمند کې د پستې نوي بڼونه جوړیږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۱۵:۵
هلمند کې د پستې نوي بڼونه جوړیږي


۱۶ سلواغه ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، ټاکل شوې چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالداررۍ ملي برنامې «NHLP» او د «مرسي کور» بدیل معیشت پروګرام له لارې ځمکوالو او بڼوالو ته د پستې لسګونه جریبه بڼونه جوړ شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په همدې موخه د کرنې ریاست له خوا د مرسي کور بدیل معیشت پروګرام په همکارۍ د نهرسراج ولسوالیو ۵۰ تنو بڼوالو او ځمکوالو ته د پستې بڼونو جوړولو په پار د نقشې او ډیزاین په برخه کې روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
ګډون والو ته په دې پروګرام کې د پستې نیالګیو پیوند، د ځمکې ډیزاین او نقشې او همداراز د پستې بڼونو جوړولو اړوند اړینې لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل شول.

په هلمند کې د پستې نوي بڼونه په داسې حال کې جوړیږي، چې تر دې وړاندې هم د هلمند د کرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې د پستې ۳۱۴ جریبه بڼونه جوړ شوي و، چې د دغو بڼونو ښې پایلې نور کروندګر هم وهڅول، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت