هلمند کې د مالدارۍ صنعت په پراخېدو ده

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۴
هلمند کې د مالدارۍ صنعت په پراخېدو ده

۱۵ سلواغه ۱۳۹۹
هلمند یو له هغو ولايتونو څخه دى، چې ډېرى خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د بېلابېلو سبو، غلو دانو او مېوو د تولید ترڅنګ، په دې ولایت کې د مالدارۍ صنعت هم غوړېدلی، چې ورسره په دې ولایت کې د لبني محصولاتو د تولید کچه هم لوړه شوې ده.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې په هلمند کې د دودیزې مالدارۍ ترڅنګ د مالدارۍ فارمونه هم شتون لري، چې د غواوو ترڅنګ وزې هم په کې روزل کېږي، او په یادو فارمونو کې سلګونو کسانو ته په نېغه او نانېغه توګه د دندې زمینه هم برابره شوې ده.
د هلمند مرکز لښکرګاه د بولان په سیمه کې یو هلمندوال د نسلي وزو یو فارم جوړ کړی دی، چې نږدې ۹۷ نسلي وزې په کې روزل کېږي. یاد فارم کې د «بیټل» په نوم نسلي وزې، چې دوه اقتصادي ګټې لري، اول- زیاتې شېدې ورکوي او دویم دا چې د بچیو د تولید په موخه ورڅخه ګټه پورته کېږي روزل کېږي.
د هلمند د مالدارۍ فارمونو ته په داسې حال کې د ودې زمینه برابره شوې، چې د کرنې ریاست له خوا ددې ولایت مالدارانو ته په ګڼو برخو کې بېلابېل پراګرامونه پلي شوي، چې له هغې ډلې یې، د واکسینونو پلي کول، داوا پاشي، عامه پوهاوی او د اړوند وسایلو ورکړه هغه څه دي چې مالدارانو ته د ترسره شو دي.
ددې ترڅنګ د مالدارانو روزل، په مرکز او ولسوالیو کې د ناروغو څارویو سمپل اخېستل، د کنې او کانګو ضد کمپاینونه په لاره اچول هغه څه دې، چې په د روان کال په ترڅ کې د ارزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست له خوا تر سره شوي دي.
افغانستان له اقتصادي پلوه تر ډېره بريده په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم په دې وروستیو کې د مالدارۍ او د لبنیاتو د پراختیا په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت