ننګرهار کې په څه باندې ۲۷ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۱۴:۵۹
ننګرهار کې په څه باندې ۲۷ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي

۲۱ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
په ننګرهار کې د غنمو کرکېله د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاء الله عمري له لوري د شیشم بڼ د نباتاتو څېړنیز فارم کې رسماً پیل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډ کې، د ننګرهار د کرنې ادارې رییس مولوی عبدالستار محمد د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  سرپرست وزیر ته یادونه وکړه چې ننګرهار کې د تېرو کلنو په پرتله سږکال دوه برابره زیات د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوی سرې کروندګرو ته وېشل شوي دي. 
محمد زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) پر مټ  د ننګرهار په 22 ولسوالیو کې څه د پاسه 27 زره کروندګرو ته څلور زره ټنه د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوی سرې وېشل شوي دي، او د کرکیلې په موخه بزګرانو ته روزنې هم ورکول شوي دي، او تمه کېږي چې سږکال به په ننګرهار کې د غنمو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالي راشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت