ننګرهار کې د انجې کرکېله ډېره شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۳۱
ننګرهار کې د انجې کرکېله ډېره شوې

۳۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار کې د بزګرانو اقتصادي پياوړتیا په موخه د انجې طبي بوټي ترویج پيل شوی. د مسوولینو په خبره د دغه ولایت په بهسود، سره رود، ګوشتې، حسارک، کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د بزګرانو اقتصادي پياوړتیا په موخه د انجې بوټي کر او ترویج پيل شوی دی. اوس مهال یادو ولسوالیو کې پر څه باندې ۴۲ جریبه ځمکه باندې انجه کرل شوې ده. 
د ننګرهار کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو په اساس د ننګرهار په سره رود، بهسود، ګوشته، حصارک، کوټ، پچیراګام او هسکي مېني ولسوالیو کې پر ۴۲.۲ جریبه ځمکه اینجه کرل شوي، چې د اټکل لمخې به ۶۳۰ کیلو ګرامه حاصل ورکړي.
تېر کال پر ۳۵.۲ جریبه ځمکه کرل شوې وه، چې ۵۲۰ کیلو ګرامه حاصل یې ورکړې وو.
اینجه د کوکنارو یو ښه بدیل نبات دي، چې د کوکنارو په پرتله یې عاید څو چنده زیاته ده؛یو جریب رسیدلې اینجه د۱۵۰ څخه تر ۱۸۰ کیلو ګرامه حاصل ورکوي.
د ننګرهار ولایت اقلیمي شرایط د اینجی د کرلو لپاره مناسبه ده، دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي په هغو ولسوالیو کې چې اینجه ښه نتیجه ورکوي ترویج کړي.
اینجه یو طبي بوټي دي چې درملو ترڅنګ په صنعت کې هم په زیاته کچه کارول کیږي او خورا ښه مارکیټ لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېره خواشینۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د قدرتي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

د قاچاقي څارویو پر وړاندې هلې ځلې، دا ځل د ۵۱ څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت د معلومات له مخي، د سپین بولدک ولسوالی پر ډیورنډ فرضي کرښه د ویښو او. . .

بازگشت