لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې نهمه غونډه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۶ - ۱۱:۳۲
لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې نهمه غونډه

۲۶  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست درییس مولوی سید امین هاشمي په مشرۍ د دولتي، سلطاني، مرعي او وفقي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی خپله نهمه غونډه تر سره کړه.
ناسته کې د تېرو موضوعاتو په اړه بحث وشو، او د لوګر مرکز پل علم اړوند آبچکان دښتې چې د ځایي خلکو لخوا دولتي ځمکې غصب شوي او خپل سري کورونه یې په کې جوړ کړي دي،ځیي خلکو چې کوم اسناد په لاس درلودل د کمېټې ټولو غړو په ګډه له لوستلو وروسته تثبیت شوه، چې یاده دښته اکثره دولتي ده او د ګوتو په شمېر څو قطعي شخصي ځمکه هم پکی شتون درلود.
د یادې دښتې د غصب شوو ځمکو په اړه تفصلي راپور ترتیب او د نهایي پرېکړې او عملي اقدام لپاره به یې د دولتي، سلطاني، مرعي او وفقي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب څخه د بېرته راګرځولو مرکزي کمیسون ته واستوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت