لوګر کې د مالدار ورځې لمانځ غونډې ترڅنګ هالند کمېټې د پلي شويو پروژو نندارتون جوړ کړ
۳۰ تله ۱۴۰۲ه.ش
۷ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د افغانستان لپاره د هالند کمېټې لخوا د مالدار ورځې لمانځ غونډه کې دمالدارۍ د ودې برخه کې په پنځو ولایتونو کې د پلي شوي پروژو نندارتون جوړ کړ.
یاد نندارتون، چې د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست لخوا مرکز ته اړوند د کنجک پیلوري فارم کې جوړه شوې وه، په کې د پنځو ولایتونو د مالدارانو سربېره، د کرنې او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ولایت مرستیال مولوي عنایت الله شجاع، د افغانستان لپاره د هالند کمټې عمومي رییس، د کرنې نړېوال صندوق استازی او د ولایت ملکي او نظامي مسوؤلینو ګډون کړی وو.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي وویل؛ چې په دې ولایت کې د هالند کمېټې لخوا د مالدارۍ برخې د ودې په موخه د څارویو لپاره د خوراکي موادو د تولید بانکونو د جوړولو ترڅنګ، د مالدارانو ملاتړ، د لبنیاتو د راټولو مرکزونو جوړول، په دوو ولسوالیو کې د حیواني کلینیکونو جوړول، د دو ولسوالیو لپاره وترنرانو روزل، پر سلګونه بې سرپرسته مېرمنو او کورنیو باندې د چرګانو واړه فارمونو وېشل او څه باندې ۱۵۳ زره څاروي واکسین شوي دي.
په دې غونډه کې دغه راز د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په یادو ولایتونو کې د مالدارۍ برخه کې د پلي شویو پروژو اغیزې د دغې برخې لپاره خورا ګتور وبلل او زیاته یې کړه، چې اوسمهال مالدارۍ ښه وده کړی دی. ورته مهال د ولایت مرستیال والي د مالدارۍ په غښتلتیا او د مالدارانو د محصولاتو د منظم کولو برخو کې د هالند کمېټې له پلي شوي پروژو څخه د مننې ترڅنګ د مالدارانو د ملاتړ برخه کې شته فرصتونه مهم وبلل او پر نړېوالو موسسو یې غږ وکړ، چې د کرنې، مالدارۍ او د اوبو د مدیریت په برخو کې له افغانانو سره همکاري وکړي.
همداراز په افغانستان کې د هالند کمېټې مرستیال ډاکټر فریدون قیومي د مالدارۍ او کرنې برخو د لا پرمختګ لپاره شته فرصتونه اغیزناک وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې خپلې همکارۍ او مرستې به لا زیاته او دوامداره کړي او دا لړۍ به نورو سیمو ته هم وغځوي.
هېره دې نه وي، چې په دغه یو ورځنی نندارتون کې د لوګر په شمول، پکتیا، وردک، پروان او کابل ولایتونو د مالدارانو حیواني محصولات نندارې ته اښودل شوي ؤ.
