لوګر کې د مالدار ورځې لمانځ غونډې ترڅنګ هالند کمېټې د پلي شويو پروژو نندارتون جوړ کړ

mail-admin
Sun, Oct 22 2023 1:02 PM
لوګر کې د مالدار ورځې لمانځ غونډې ترڅنګ هالند کمېټې د پلي شويو پروژو نندارتون جوړ کړ

۳۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د افغانستان لپاره د هالند  کمېټې لخوا د مالدار ورځې لمانځ غونډه کې دمالدارۍ د ودې برخه کې په پنځو ولایتونو کې د پلي شوي پروژو نندارتون جوړ کړ.
یاد نندارتون، چې د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست لخوا مرکز ته اړوند د کنجک پیلوري فارم کې جوړه شوې وه، په کې د پنځو ولایتونو د مالدارانو سربېره، د کرنې او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ولایت مرستیال مولوي عنایت الله شجاع، د افغانستان لپاره د هالند کمټې عمومي رییس، د کرنې نړېوال صندوق استازی او د ولایت ملکي او نظامي مسوؤلینو ګډون کړی وو.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي وویل؛ چې  په دې ولایت کې د هالند کمېټې لخوا د مالدارۍ برخې د ودې په موخه د څارویو لپاره د خوراکي موادو د تولید بانکونو د جوړولو ترڅنګ، د مالدارانو ملاتړ، د لبنیاتو د راټولو مرکزونو جوړول، په دوو ولسوالیو کې د حیواني کلینیکونو جوړول، د دو ولسوالیو لپاره وترنرانو روزل، پر سلګونه بې سرپرسته مېرمنو او کورنیو باندې د چرګانو واړه فارمونو وېشل او څه باندې ۱۵۳ زره څاروي واکسین شوي دي.
په دې غونډه کې دغه راز د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په یادو ولایتونو کې د مالدارۍ برخه کې د پلي شویو پروژو اغیزې د دغې برخې لپاره خورا ګتور وبلل او زیاته یې کړه، چې اوسمهال مالدارۍ ښه وده کړی دی. ورته مهال د ولایت مرستیال والي د مالدارۍ په غښتلتیا او د مالدارانو د محصولاتو د منظم کولو برخو کې د هالند کمېټې له پلي شوي پروژو څخه د مننې ترڅنګ د مالدارانو د ملاتړ برخه کې شته فرصتونه مهم وبلل او پر نړېوالو موسسو یې غږ وکړ، چې د کرنې، مالدارۍ او د اوبو د مدیریت په برخو کې له افغانانو سره همکاري وکړي.
همداراز په افغانستان کې د هالند کمېټې مرستیال ډاکټر فریدون قیومي د مالدارۍ او کرنې برخو د لا پرمختګ لپاره شته فرصتونه اغیزناک وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې خپلې همکارۍ او مرستې به لا زیاته او دوامداره کړي او دا لړۍ به نورو سیمو ته هم وغځوي.
هېره دې نه وي، چې په دغه یو ورځنی نندارتون کې د لوګر په شمول، پکتیا، وردک، پروان او کابل ولایتونو د مالدارانو حیواني محصولات نندارې ته اښودل شوي ؤ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS