لندن کې «د افغانستان د کرنې په سکټور کې د پانګونې طلایي فرصتونه» پانګوالو ته ور وپېژندل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۳ - ۱۰:۳۵
فرصت‌های طلایی سرمایه‌گذاری در سکتور زراعت افغانستان

۲۳ تله ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی د افغانستان او بریټانیا ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په دویم کنفرانس کې کډون وکړ.

په دې کنفرانس کې د کرنې وزیر د پانګونې د فرصتونو په بیانولو سره په دې برخه کې بریټانیایی سوداګر پانګونې ته ور وبلل. ښاغلی درانی د کرنې په برخه کې د پانګونې شته فرصتونه یو ښه فرصت وبلل او هغو کسانو سره چې په دې برخه کې پانګونې ته چمتو دي د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

د کرنې وزیر دغه راز هغو سوداګرو ته چې بریټانیا ته د کرنیزو توکو د صادرولو په برخه کې کار کوی یادونه وکړه، چې په بریټانیا کې د طبیعي کرنیزو توکو یا «Organic»پېر ته لېوالتیا په زیاتېدو ده او د کرنې وزارت چمتو دی، چې بریټانیاته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه د سټنډرډونو په چمتو کولو، د تصدیق پاڼو او جوازونو د صادرولو په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ وکړي.

باید وویل شي، چې بریټانیا په اروپا کې د افغانستان دویم سوداګریز شریک دی، چې په بېلابېلو سوداګریزو برخو او بازار کې د پام وړ پوتانسیل لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت