لغمان کې د کرنیزو فعالیتونو په پار پر ۱۶۵ جريبه ځمکه پانګونه وشوه

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۸/۲۶ - ۱۱:۳۹

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوی، چې د هېواد په کچه شاړې ځمکې خلکو او شرکتونو ته په اجاره ورکړي، چې دوی پرې پانګونه وکړي او له دې لارې خلکو ته د کاري زمینې برابرولو ترځنګ، د کرنیزو محصولاتو تولید ډېر او د حکومت د عوایدو کچه ورسره لوړ شي.
په همدې موخه د لغمان قرغیو ولسوالی خیرو خېلو سیمه کې ۱۶۵ جریبه دولتي ځمکه د بڼوالۍ، مالدارۍ او کرنيزو فعالیتونو په موخه د اوږد مهال لپاره په اجاره ورکړل شوي دي.
دلغمان کرنې،اوبولګولواومالدارۍ ریاست وايې، چې ددې ولايت دقرغیو ولسوالی اړوند خیروخېلو سیمه کې ۱۶۵ جریبه دولتي ځمکه نبي افغان کرنیزو خدمتونو شرکت ته د بڼوالۍ، مالدارۍ او کرنیزو فعالیتونو په موخه اوږد مهال لپاره په اجاره ورکړل شوي دي، چې نوموړی شرکت به په دې ځمکه کې نږدې یو میلونه امریکایي ډالرو پانګونه وکړي. 
په همدې موخه په جوړه شویو مراسمو کې د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن، دشرکت مسؤل، د تخنیکي پلاوی غړو او همداراز د بېلابېلو ادارو مسؤولینو گډون کړی وو. 
په دې غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن خبرې وکړې وویل، هڅه کوي چې داسې نور پانګوال راجلب کړي، چې د کلونو کلونو څخه پاتې شاړې دښتې د بڼوالي، او مالدارۍ پروژو په تطبیق سره ابادې کړي.
 هغه زیاته کړه، چې د داسې فعالیتونو په تطبیق سره له یوې خوا د دولت عواید زیاتېږي او له بل اړخه بې روزګاره خلکو ته دکار زمینه برابریږي.
ښاغلي محسن دخپلو خبرو په لړ کې وویل، چې نوموړی شرکت به د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ برخو کې نږدې یو میلون امریکایي ډالر پانګونه وکړي، چې ورسره سم به  لسګونو کسانو ته دکار زمینه هم برابره شي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت