لغمان کې د اصلاح شویو غنمو ننداریزې کروندې جوړې شوي دي

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۲:۵۲
لغمان کې د اصلاح شویو غنمو ننداریزې کروندې جوړې شوي دي


د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترکیې هېواد د «IHH»مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کروندګرو سره د ننداریز کروندو جوړولو په موخه د غنمو اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوی سرو مرسته شوې وه، چې پر مټ یې په یادو سیمو کې د غنمو ننداریزې کروندې جوړې شوي دي.
د لغمان دکرنې رییس مولوی محمدولي محسن او ورسره مل پلاوی د لغمان ولایت مرکز مهترلام په یوشمېر سیمو کې د غنمو له ننداریزو کروندو څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې د ننداریزو کروندو په جوړولو سره کروندګر کولاي شي، چې خپلې تجربې یو له بل سره شریکې کړي.
ښاغلی محسن زیاته کړه، چې د کتار په بڼه  د اصلاح شوو تخمونو کرکېله کولاي شي، چې د بزګرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.د کتار په بڼه کرکېله کې د ناروغیو مخنیوی او د هرزه بوټو کنټرول په اسانې سره کېږي.
ددغو ننداریزو کروندو دجوړولو موخه نوي او میکانزه کرکیلې سره د بزګرانو بلدتیا او د دوی د کرنیزو حاصلاتو زیاتولو ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت