لغمان کې دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوی یووشتمه غونډه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۸:۳۸
لغمان کې دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوی یووشتمه غونډه


۱۹ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
لغمان ولایت کې دامارتي ځمکو دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی خپله یووشتمه غونډه ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ دده په کاري دفتر کې ترسره کړه. 
د غونډې په پیل کې د لغمان دکرنې رییس او د تخنیکي پلاوی مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا او د تیرې غونډې دپریکړو ارزونه وکړه.
په ورته مهال دتخنیکي پلاوی غړو دتره خېل او اکاخېل قومونو له څو تنوکوچیانو سره وکتل کوم چې د دوي ترمنځ په تبۍ کونج کې څه وخت وړاندې دځمکې په سر لانجه راغلې وه او نوموړی موضوع د ولایت مقام له لوري تخنیکي پلاوی ته دحل په موخه راجع شوې وه تخنیکي پلاوی دیادې موضوع دڅیړنې لپاره  د دواړو قومونو حاضر مشرانو څخه دځمکې په اړه دقانوني اسنادو غوښتنه وکړه او د دوي نظریات یې واورېدل.
 وروسته دبحث او تصمیم نیونې څخه یاد تخنیکي پلاوی علینګار ولسوالۍ ته په داسې حال کې سفر وکړ چې دلغمان مرستیال والي مولوي سعیداحمد بنوری او د دفتر رییس شکرالله کاوون یي ملتیا کوله دوی لمړۍ له علینګار ولسوال قاري زاهدالله فاتح او دیادې ولسوالۍ امنیې قوماندان سره وکتل بیا نوموړو مشرانو ددې ولسوالۍ اړوند اوي ناو سیمې ته لاړ او په ترڅ کې دغاصبینو نوې ابادي ړنګې کړی او (57.4) جریبه امارتي ځمکه یې استرداد کړه. په دې تړاو دکرنې،اوبولګولواومالدارۍ رئیس او دتخنیکي پلاوی مشر مولوي محمدولي محسن وویل چې داوي ناو او کچور ترمنځ سیمو کې 1200 جریبه امارتي ځمکه دتخنیکي هیئت له لوري تثبیت او تشخیص شوی هغه زیاته کړه نن مو دهغو غاصبینو نوې جوړې شوې ابادي او اطاقونه ړنګ کړل کوم چې غاصبینو په امارتي ځمکه کې جوړ کړی وه نوموړي وویل ددې سفر په ترڅ کې 57.4 جریبه امارتي ځمکه له غاصبینو څخه اسرداد شوه هغه زیاتوي چې یاده اندازه ځمکه د ځمکو په دولتي بانک کې ثبت او راجستر کړه.چې ترڅو په راتلونکې  څوک دیادې ځمکې ادعا ونه کړي.نوموړی بیاهم دیادو سیمو په خلکو غږ وکړ چې په امارتي ځمکو کې نوي ابادي جوړې نه کړي هغه زیاته کړه که هرچا سرغړونه وکړه نو قانوني چلند به ورسره کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت