شنې خونې هلمند د سبو له پلوه ځان بسیا کوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۹ - ۱۱:۵۷
شنې خونې هلمند د سبو له پلوه ځان بسیا کوي

۱۹ کب ۱۳۹۹
هلمند چې د هېواد په کچه د سبو او بېلابېلو نباتاتو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، په دې وروستیو کې بزګرو سره د شنوخونو جوړولو په برخه کې لازمې مرستې شوې او ترڅنګ یې په دې برخه کې یوشمېر بزګران روزل شوي دي، چې په ترڅ کې یې تر ډېره د دودیزې کرکېلې بڼه په عصري کرنې اوښتې ده.  دا مهال ددې ولايت بزګر خوښ دي، چې د شنوخونو د جوړېدو له بركته د ژمي او د کال په ټولو موسمونو کې هم کولای شي، چې د سبو او ترکاریو کرکېله وکړي او ددې ولایت د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یې نورو ګاونډو ولایتونو ته هم صادر کړي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کې بزګرو ته پلاستیکي تونلونه رغول شوي، ددې تر څنګ د خصوصي سکټور په مټ ګڼو بزګرو پخپلو ځمکو کې شنې خونې جوړې کړي دي.
هلمند کې د کرکیلې لپاره د شنوخونو او پلاستیکي تونلونو له دودیدو سره سم د بزګرو کرنیز کارونه غوړېدلي دي، او له بلې خوا هلمندیان چې تېر وخت به یې یوازې د ګرمۍ په موسم کې سابه په بازارونو کې موندل، اوس یې د کال هر فصل کې په خپل ولایت کې موندلی او خوړلئ شي.
د هلمند یو شمېر اوسېدونکي وایي، تمه لري د شنو خونو او پلاستیکي تونلونو له برکته په روان کال کې د رومیانو (ټماټرو)،رومي بانجان، مارو کډو، مرچ او بادرنګو د حاصلاتو له کمښت سره مخ نشي.
دمګړۍ د سبو بېلابېل ډولونه د هلمند په شنو خونو او پلاستیکي تونلونو کې راټوکېدلي او حاصلات یې د یاد ولایت د ښار په نږدې ټولو هټیو کې ليدل کېږي.
زلمی الکو وايي، چې د شنوخونو او پلاستیکي تونلونو  په جوړېدو سره د سبو کرکیلې نوې بڼه خپله کړې، چې بزګران هم له نویو هیلو سره دغه کار ته مخه کړې ده.
کروندګر وايي، شنې خونې او پلاستیکي تونلونه ښه عاید ورته لري.
په هلمند کې د شنو خونو او پلاستیکي تونلونو له دودېدلو ډېر وخت نه تېرېږي، دغه نوښت هم کروندګر لېوال کړي، چې خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي او هم پېرودونکي تر څو پخپل ولایت کې تازه سبو ته لاس رسی ولري.
هلمندیان وایي، خوښ په دي چې اوس په هر موسم کې له بهره د وارد شوي خراب او خوسا سبو او تركاريو پر ځاى تازه او د خپلې خاورې سابه او ترکارۍ كورونو ته وړي.
هلمندیان خوښ دي، چې د دوی ولایت د سبو او ترکاریو د تولید په پرخه کې د بسیا کېدو پر خوا روان دی.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي او د شنو خونو او پلاستيکي تونلونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي، چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت