سعودي عربستان کې د کرنیزو محصولاتو نړیوال نندارتون

mail-admin
نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی در عربستان سعودی

Event dates

Event dates -

Location عربستان سعودی

سعودي عربستان کې د کرنیزو محصولاتو نړیوال نندارتون پرانیستل شوه
۲۹ تله ۱۳۹۸
د افغانستان د سوداګریز بڼوالۍ او کرنیز بازار موندنې یا «USAID, CHAMP» موسسې په همکارۍ سعودي عربستان کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شوه.
ددې نندارتون په ۱۶ غرفو کې د افغانستان کرنیز محصولات، چې په کې ووچ او تازه مېوې، انار، زعفران او طبي بوټي شامل دي نندارې ته وړاندې شوي دي.
ددې نندارتون په پرانیست غونډه کې په عربستان کې د افغانستان سفیر سیدجلال کریم وویل: «د افغانستان محصولات ارګانیک او ښه ذایقه لرونکي دي او عربستان کولای شي، چې زموږ د کرنیزو محصولاتو د پلور ښه مارکېټ وي.»
په همدې حال کې د سعودي عربستان د کرنې وزیر عبدالرحمان بن عبدالمحسن الفضلي د نندارتون له پرانیستلو وروسته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو له غرفو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلی الفضلي په عربستان کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون مهم وباله او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکو نندارتونونو کې د افغانستان کرنیزو محصولاتو لپاره لا ډېرې زمینې برابره وي.

24.719666385383, 46.674674009552