روان کال د پیازو د تولیداتو کچه زیاته شوې

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۵:۱۵
افزایش میزان تولید پیاز در سال روان

۶ مرغومې ۱۳۹۹
د وړاندوینو پراساس، د تېرکال په پرتله د پیازو د سږني تولیداتو کچه ۱۰ تر ۲۰ سلنه زیاته شوې ده. تېرکال د هېواد په کچه درې زره او ۵۲۰ مټریک ټنه پیاز تولید شوې وه. سږکال د هېواد په کچه په ۱۸ زره او ۳۴۰ هکټاره ځمکه کې پیاز کرل شوې وه، او اټکل کیږي، چې د تېرکال په پرتله یې حاصلات ۱۰تر۲۰ سلنه زیات شي.
تېرکال د زېرمتونونو د نشتون له وجې ددې مهم کرنیز محصول ډېره برخه د څه باندې ۲۹ میلیونه ډالرو په رازښت له هېواده بهر صادر شول. خو سږکال، د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په پلي کېدو سره، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پیازو د درې زره او ۲۰۷ زېرمتونونو د رغولو چارې پیل شوې، چې د یادو زېرمتونونو له ډلې د ډېرو هغو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. یاد زېرمتونونه هریوه یې د ۴۵ ټنه پیازو د ساتنې وړتیا لري.
پیاز له ترټولو پخوانیو سبو څخه دی، چې هرکال په هېواد کې په پراخه کچه مصرفیږي. پیاز بېلابېل ډولونه لري؛ ژېړ، سپین او سره، چې هر ډول یې په بېلابېلو ډولونو کارول کیږي.
تخار، لوګر، کابل، پروان او سرپل د هېواد هغه ولایتونه دي، چې ډېر پیاز تولیدوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت