د کندز دکرنې رییس شمال ختیځ زون کې د خوړو نړۍوال پروګرام مسوول سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۰:۱۴
د کندز دکرنې رییس شمال ختیځ زون کې د خوړو نړۍوال پروګرام مسوول سره وکتل

  د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي صاحب امان الله حسن، شمال ختیځ زون کې د خوړو نړۍوال پروګرام مسوول حیات الله رسولي سره په داسې حال کې چې په کندز ولایت کې د دغه پروګرام مسؤل هم ورسره ملتیا کوله وکتل، او د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د ستونزو او فرصتونو په اړه یې خبری او د نظر تبادله وکړه.
ددې کتنې په ترڅ کې د کندزدکرنې رییس ددې ولایت د کرنې او مالدارۍ سکتور لویې ننګونې او اړتیاوې  مطرح او زیاته یې کړه، چې د کرنې او مالدارۍ سکتور د بنسټیزو ستونزو او اړتیاوو په اړه باید کار وشي، تر څو د کرنې او مالدارۍ سکتور وده او پرمختګ وکړي.
ښاغلی حسن دغه راز اړوندو مسوولینو ته دنده وسپارله چې ددې ولایت د کرنې او مالدارۍ سکتور ننګونې او اړتیاوې د جدول په ترڅ کې تنظیم او د اړیکو وسایلو له لارې د خوړو نړۍوال پروګرام مسئول ته یې واستوي.
په همدې حال کې شمال ختیځ زون کې د خوړو نړۍوال پروګرام مسوول حیات الله رسولي د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کندز ولایت د کرنې رییس له کارونو او همدارنګه یې د همکارو بنسټونو له خوا د کرنیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې د هغه د ملاتړ څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، چې په دې ولايت کې کرنيز پروګرامونه په ښه ډول سره پلي او پر مخ وړل کېږي او د ستاينې وړ ده، چې د کندز ولايت د کرنې ريس د کرنې د سکتور د ودې لپاره د سترو پلانونو په اړه فکر کوي.
ښاغلی رسولي وویل، چې د خوړو نړۍواله اداره ژمن دی، چې ددې ولایت له بزګرانو او مالدارانو سره هر اړخیزې مرستې او همکارۍ وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت