پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو بزګرانو ته د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه د عامه پوهاوي ځانګړي ښوونیز پروګرامونه په بریالیتوب سره پلي کړي دي.
په همدې لړ کې، د پنجشېر ولایت په مرکز بازارک او څلورو وسوالیو « عنابه، رخه، دره او شتل» ولسوالیو کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د یاد ریاست له لوري د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول. په دغو پروګرامونو کې د کلي ملا امامانو او ملکانو په ګډون د بېلابېلو سیمو بزګرانو برخه اخیستې وه.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست آمر انجنیر جاويد امین وویل، چې په دغو پروګرامونو کې د پنجشېر ولایت د اقلیمي وضعیت، د اقلیم او اقلیمي بدلون، د اقلیمي بدلون د عواملو، پر کرنه او مالدارۍ سکتور د هغه د اغېزو، د سازګارۍ او سازښت لارو چارو او همدارنګه د مخکني خبراوي سیستم په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
ښاغلی امین وویل، چې ددغو پروګرامونو په ترڅ کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو او نورو چاپېریالي طبیعي پېښو په اړه ګډونوالو ته معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې شوي دي.
ګډونوالو د دغو برنامو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول روزنیزې برنامې د کرنیزو زیانونو په کمولو، د بزګرانو د مهارتونو په لوړولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د عملي تدابیرو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لري.
په همدې حال کې د یاد ریاست نورو چارواکو، چې ددې برنامې د پوښښ مسوولیت ور په غاړه وه وویل، چې ګډونوالو د پروګرام له ترسره کېدو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پوهاوي پروګرامونه د کرنیزو زیانونو د کمولو او د بزګرانو د عملي مهارتونو د لوړولو لپاره اغېزناک دي. هغه زیاته کړه، چې یاد پروګرام د ټاکل شوې اجنډا سره سم په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د پروګرام په پای کې د بزګرانو پر پوهاوی د لا زیات تمرکز، د اوبو سرچینو او څړځایونو د غوره مدیریت، له اقلیمي بدلونونو سره د عیارېدونکو کرنیزو لارو چارو د کارولو او د سیمه‌ییزو ټولنو د ظرفیتونو پر پیاوړتیا ټینګار وشو، څو د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د زیان‌مننې کچه راکمه او د ټولنو د مقاومت وړتیا لوړه شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اقلیمي بدلون سره د سازښت ریاست په کلني پلان کې په ټول هېواد کې د بزګرانو د پوهاوي لوړول یو مهم اولویت دی. یاد ریاست د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو، د کرنیزو زیانونو د مخنیوي او د بزګرانو د عملي مهارتونو د لوړولو په موخه، د عامه پوهاوي پروګرامونه طرحه او پلي کوي. دا پروګرامونه د بزګرانو ترڅنګ د کلي ملکانو، ملا امامانو او ټولنیزو مشرانو په ګډون ترسره کېږي، تر څو د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ټولنې ګډه مبارزه او سازګاري پیاوړې شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت