د کرنې په وزارت کې مراجعينو ته د چوپړتياوو وړاندې کول بيا پيلېږي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۵ - ۱۷:۴
د کرنې په وزارت کې مراجعينو ته د چوپړتياوو وړاندې کول بيا پيلېږي

۱۵ تله ۱۴۰۰ هـ.ش
۳۰ صفر ۱۴۴۳ هـ.ش
دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستيال په مشرتابه او د اړوندو چارواکو په شتون کې، مراجعينو ته د لاښو خدماتو وړاندې کولو او ښه همغږۍ په پار غونډه دائره شوه. دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستيال مولوی فضل‌الباري فضلي په دې غونډه کې وويل:"بايد اداري اسانتياوې رامنځته او په پذيرش کې نظم ايجاد شي او په دروازه کې په ځانګړې يونيفرم سمبالو کسانو (امنيتي ساتونکي) په ګمارنې سره، دوزارت په داخلي سيمه کې د بې نظمۍ مخه ونيول شي". مولوی فضلي دغه راز په وزارت کې د لاډېرو اسانتياوو او نظم په رامنځته کولو او د خلکو او وزارت ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه: "د ښو چوپړتياوو وړاندې کول بايد عملي بڼه پيدا کړي". په دې غونډه کې، مراجعينو ته د چوپړتياوو پر وړاندې کولو، د امنيتي چارو تنظیم، دکرنې وزارت او بزګرانو ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا خبرې وشوې.‎

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت