د کرنې وزیر د کرنیزو همکاریو د یوې سند د لاسلیک په پار ترکیې ته ورسېد

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۰:۴۹
د کرنې وزیر د کرنیزو همکاریو د یوې سند د لاسلیک په پار ترکیې ته ورسېد

۱۸ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوې لوړپوړې پلاوې په مشرۍ، د ترکیې جمهوري دولت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ترمنځ د کرنې په برخه کې د تخنیکي، علمي او اقتصادي همکاریو د زمینې برابرولو د یوې هوکړه لیک د لاسلیک په پار د ترکیې جمهوري دولت ته ورسېد.
له ښاغلي احدي سره په دې سفر کې د نورم او اسټنډر ملي ادارې رییس عزیز احمدزی، د زېربناوو او قراردادونو د حقوقي څانګې د انسجام رییس ولید اکبر سروري، د بهرنیو چارو وزارت استازی او د کرنې وزارت یوشمېر رییسان ملتیا کوي.
د ترکیې جمهوري دولت ته د کرنې وزیر په رسېدو سره، په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر امین رامین، د دوست هېواد ترکیې د پارلمان استازی او د ترکیې په پارلمان کې د اروپا د ګډ کمیسیون رییس اسماعیل امره قره یل، د ترکیې د کرنې او ځنګلوالۍ وزارت د بهرنیو اړیکو رییس او زده کړیالانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي هرکلی وکړل.
ټاکل شوې، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د ترکیې جمهوري دولت ترمنځ د کرنې په برخه کې د تخنیکي، علمي او اقتصادي همکاریو د زمینې برابرولو هوکړه لیک نن د افغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر او د ترکیې د کرنې او ځنګوالۍ وزیر ډاکټر بکر پاکډمیرلي ترمنځ د یاد هېواد دکرنې په وزارت کې لاسلیک شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځان‌بسیاینې ټینګار وکړ

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چرګانوپالنې سکتور له فارم‌لرونکو او سوداګرو سره په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۱
Background image

هلمند کې د درېیو زهکشۍ کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د لښکرګاه ښار د بولان سیمې او د ګرشک او سنګین ولسوالیو اړوند د درېیو زهکشۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا ۱۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د میدان وردګو د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا، د اوبولګولو د سیستمونو. . .

بازگشت