د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ډنمارک د کډوالو شورا له مسؤولینو سره لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۳۳
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ډنمارک د کډوالو شورا له مسؤولینو سره لیدنه وکړه

مولوي باز محمد فیضان، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال، د ډنمارک د کډوالو شورا د پروژې مدیر رابرت او  نورو مسؤولینو سره وکتل او د پراختیایي پروژو د پلي کولو، په ځانګړي ډول د اوبو مدیریت، د چکډمونو جوړولو او د اوبولګولو کانالونو د جوړولو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اوبولګولو او د اوبو سرچینو پراختیايي پروژو د اهمیت په اړه ټینګار وکړ. ټاکل شوې ده چې د ډنمارک د کډوالو شورا به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره د یوه تفاهم‌لیک د لاسلیک کولو په ترڅ کې د قندهار، زابل، غزني او میدان وردګو په ولایتونو کې د اوبولګولو پروژې پلي کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه په پام کې لري چې د بېلابېلو مؤسسو په هڅونې او جذب سره په مرکز او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بیړنۍ او پراختیایي پروژې عملي کړي.

معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با مسئولین موسسه شورای پناهندگان دانمارک دیدار کرد
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با رابرت مدیر پروژه و دیگر مسئولین موسسه شورای پناهندگان دانمارک دیدار و پیرامون تطبیق پروژه‌های انکشافی به ویژه در زمینه مدیریت آب‌ها، ایجاد چکدم‌ها و ساخت کانال‌های آبیاری گفتگو کردند.
در این دیدار، دو طرف بر اهمیت تطبیق پروژه‌های آبیاری و توسعه منابع آبی تاکید کردند. قرار است موسسه شورای پناهندگان دانمارک  با امضای تفاهم‌نامه‌ای با وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، پروژه‌های آبیاری را در ولایات قندهار، زابل، غزنی و میدان وردک تطبیق نماید.
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد با تشویق و جلب موسسات مختلف، پروژه‌های اضطراری و انکشافی را در مرکز و ولایات مختلف کشور اجرایی نماید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت