د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د جاپان له سفیر سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۵:۵۲
د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د جاپان له سفیر سره وکتل

۲۲ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په کابل کې د جاپان له سفیر تاکیوشي کورمایا سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې د جاپان هېواد سره د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
په دې کتنه کې، چې د کرنې په وزارت کې ترسره شوه، دواړو لورو د کرنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې د چاپان هېواد د پروګرامونو د تطبیق لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
د دې لیدنې په پیل کې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ او نورو برخو کې د دغه هېواد د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او پر دوام یې ټینګار وکړ:«هڅه کوو چې تر 2021 مخکې کلونو په څیر خپل فعالیتونه یو ځل بیا پیل کړو او د جاپان حکومت او نړۍوالو حکومتونو او موسسو ته دا پیغام ورکوو چې په افغانستان کې امنیت تامین دی، رادې شي کار وکړي او خپل فعالیتونه بیا پیل کړي، له دې سره سره زموږ یوشمېر پروژې د پلي کېدو په حال کې دي».
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د افغانستان او جاپان ترمنځ د ښو اړیکو یادونه وکړه او په افغانستان کې یې د چاپان هېواد د پخوانیو پروژو د بیا پیل غوښتنه وکړه:«د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي مخینه لري، چې په تېرو کلونو کې د افغانستان د کروندګرو او مالدارنو کورنیو سره ستاسو همکاري د ستایلو وړ ده  د وضعیت په درک کولو او ستاسو راتګ سره به دا ثابته شوي وي، چې ز موږ په هیواد کې هیڅ ډول ستونزه نشته، چې د بهرنیو دولتونو او ادارو د کار مخه ونیسي، موږ تمه لرو چې خپل فعالیتونه د پخوا په څېر پیل کړئ او له دې ځورېدلی ملت سره مرسته وکړئ، ځکه زموږ ولس په څلوېښت کلنه جګړه کې ډېر زیانونه او کړاوونه ګاللي دي.»
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي، د امنیت د تامین، د کاري فرصتونو د برابرولو، سالم مدیریت او د افغانستان ځان بسیاینې په پار د پنځه کلن طرحې د چمتو کولو یادونه وکړه او په افغانستان کې د جاپان له سفير څخه وغوښتل، چې د تېر په څېر د ترويج، څيړنې، روزنې، له کروندګرو او بزګرانو سره د مرستو او له آفتونو او ناروغيو سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان له بزګرانو او مالدارانو سره همکاري وکړي.

دیدار معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با سفیر جاپان در افغانستان
۲۲ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با تاکویوشی کورمایا سفیر جاپان مقیم کابل دیدار و پیرامون گسترش همکاری‌های کشور جاپان در سکتور زراعت و مالداری کفتگو کرد.
در این دیدار که در وزارت زراعت انجام شد در آن دو طرف پیرامون تقویت همکاری دو جانبه در سکتور زراعت و فراهم سازی سهولت‌ها  جهت تطبیق برنامه‌های کشور چاپان در سکتور زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان بحث و تبادل نظر کردند.
در آغاز این دیدار تاکویوشی کورمایا سفیر جاپان پیرامون فعالیت‌های آن کشور در سکتور زراعت، آبیاری، مالداری و سایر بش‌ها   صحبت نمود و تاکید به ادامه آن نمود" کوشش می‌کنیم دو باره فعالیت‌های خود را مانند سال‌های پیش از ۲۰۲۱ شروع کنیم و این پیام را هم به دولت جاپان و هم به دولت‌ها و سازمان‌های جهانی می رسانیم که در افغانستان امنیت تامین است و بیایند کار نمایند و فعالیت‌های شان را از نو شروع کنند، با آنهم بعضی پروژه‌های ما در حال تطبیق می‌باشد ".
در همین حال  مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت از روابط حسنه میان افغانستان و جاپان یاد آوری کرده  و خواستار از سرگیری پروژهای قبلی کشور چاپان در افغانستان شد:" روابط دو کشور سابقه تاریخی دارد که در  سال‌های گذشته همکاری‌های شما برای خانواده دهقان و مالدار افغانستان قابل قدر است، با درک وضعیت و حضور شما ثابت شده باشد که در وطن ما هیچ نوع مشکلی وجود ندارد که مانع کار دولت‌ها و سازمان‌های خارجی باشد، توقع داریم مثل گذشته فعالیت‌های خویش را دو باره از سر گیرید و این ملت رنجدیده را کمک کنید، چون در ۴۰ سال جنگ مردم ما زیاد آسیب دیده است".
معین زراعت و مالداری وزارت زراعت از تلاش‌های امارت اسلامی افغانستان  در جهت منع کشت و قاچاق مواد مخدر، تامین امنیت، مساعد سازی فرصت‌های کاری، مدیریت سالم و تهیه طرح ۵ ساله خودکفایی افغانستان یاد آوری کرده و از سفیر کشور جاپان در افغانستان خواست که مانند گذشته در بخش‌های ترویج، تحقیق، آموزش، مساعدت به دهقانان و مالداران، مجادله با آفات و امراض، دهقانان و مالدارن افغانستان را همکاری نمایند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د «سیمه ییزه څېړنه» تر عنوان لاندې د مالدارۍ د څېړنو ریاست د کارکوونکو لپاره تخصصي ورکشاپ دایر شو


۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د مالدارۍ د څېړنو ریاست د کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه، د «سیمه ییزه څېړنه» تر عنوان لاندې یو تخصصي او روزنیز ورکشاپ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل 

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د همغږۍ او پلان لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشري، په افغاستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا دکرنې ریاست: د راضۍ لوی ریاست پلاوی د فیروز خېلو سیمې له کورونو څخه لیدنه وکړه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا پلاوی د پکتيا ولايت احمد آباد ولسوالی د فیروز خېلو سيمې له کورونو او جايدادونو څخه ليدنه وکړه.
د ياد. . .

بازگشت