د کرنې د پراختیا و جهي صندوق د عالي شورا  غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۵:۳۶
د کرنې د پراختیا و جهي صندوق د عالي شورا  غونډه دائره شوه

٢۲ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د عالي شورا اتمه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنې وزارت د مشرتابه او د مالیې وزارت د مسوولینو په شتون کې دائره شوه.
دغه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر او د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د عالي شورارییس مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ او د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرسیتال مولوی صدراعظم عثماني، د مالیې وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالقدیر احمد، د یاد صندوق د مدیره پلاوی رییس انجنیر عبدالغفور غفاري، صندوق د اعتباراتو او پورونو رییس محمد اسماعیل یما، د صندوق مالي رییس محمد امین شریفي او دکرنې وزارت د یوشمېر نورو چارواکو په شتون کې دائره شوې وه، یادو چارواکو د دغې شورا د فعالیتونو او لاسته راوړنو، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د دغه صندوق د مستقیمې پانګونې، د کاري پلان او د کوچنیو متشبثینو د مالي تمویل، د دایمې ودانۍ لپاره د ځمکې ټاکلو او د دغه صندوق د دندو د کلنۍ ارزونې په اړه خبرې اترې وکړې. په دې غونډه کې دغه راز کارپوهان په انلاین بڼه ګډون درلود.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د عالي شورا په دې غونډه کې وویل: «د کرنې د پراختیا د وجهي صندوق مستقیمه پانګه باید په څلورو سکټورونو کې وي، غنم (د بذري تخمونو راټولولو او وېشل)، تېلي نباتات، مالدارۍ(کب روزنه، د لبنیاتو پروسس او د څارویو نوي نسل ترویجول) او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې څیړنې.»
د کرنې د پراختیا صندوق رییس انجنیر عبدالغفور غفاري بزګرانو ته د سل میلیونه افغانیو د ورکړې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «د روان کال په وروستیو څلورو میاشتو کې دغه صندوق کروندګرو ته سل میلیونه افغانۍ مرابحه پورونه ورکوي، چې دکرنې په وده کې رغنده رول لوبوي.» 
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق یو غیر بانکي مالي دولتي بنسټ دی، چې له یوولسو کلونو راهیسې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر رهبرۍ لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د ودې او پرمختګ لپاره د بزګرانو او کرنيزو متشبثینو اسلامي تمویل د دې صندوق له مهمو دندو څخه دی.


جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعت دایر گردید
 ۲۲ اسد ۱۴۰۲  هـ.ش
هشت‌مین جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعت در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور داشت رهبری وزارت زراعت و مسوولان وزارت مالیه دایر گردید.
این جلسه که به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و رییس شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعت با حضور داشت مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، عبدالقدیر احمد معین مالی و اداری وزارت مالیه، انجینرعبدالغفور غفاری رییس هیئت عامل صندوق، محمد اسماعیل یما رییس قرضه دهی و اعتبارات صندوق، محمد امین شریفی رییس مالی صندوق و شماری از مسوولان وزارت زراعت برگزار شده بود در آن روی فعالیت‌ها و دست آوردها این شورا، سرمایه گذاری مستقیم این صندوق در بخش زراعت و مالداری، پلان کاری و تمویل مالی متشبثین کوچک، تعین زمین برای اعمار تعمیر دایمی و ارزیابی سالانه کارکردها این صندوق بحث تبادل نظر صورت گرفت که در این جلسه متخصصین به‌شکل حضور و آنلاین اشتراک نموده بودند.
مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت و آبیاری و مالداری در این جلسه شورای عالی صندوق انکشاف وجهی زراعت گفت:« سرمایه گذاری مستقیم صندوق وجهی انکشاف زراعت در چهار بخش باشد، گندم (جمع‌آوری و توزیع تخم‌های بذری)، نباتات تیلی، مالداری (ماهی پروری، پروسیس لبنیات و ترویج نسل جدید حیوانات) و تحقیق در بخش‌های زراعت و مالداری.»
انجنیر عبدالغفور غفاری ریس صندوق انکشافی زراعتی از پرداخت صد میلیون افغانی برای دهقانان سخن زده گفت:« این صندوق در چهار ماه اخیر سال جاری نزدیک به یک‌صد میلیون افغانی را به دهاقین قرضه مرابحه می‌دهد که در رشد زراعت سازنده است.»
صندوق وجهی انکشاف زراعتی یک نهاد دولتی مالی غیر بانکی بوده که از مدت یازده سال به اینسو تحت رهبری وزارت زراعت، آبیاری و آبیاری فعالیت می‌نماید. تمویل مالی اسلامی دهاقین و متشبثین زراعتی در جهت رشد و بهبود زراعت افغانستان از وظایف عمدۀ این صندوق به شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت