د کرنې د پراختیا صندوق چارواکو دکرنې وزیر ته دخپلو برنامو په هکله مالومات وړاندې کړل

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۹:۱۶
د کرنې د پراختیا صندوق چارواکو دکرنې وزیر ته دخپلو برنامو په هکله مالومات وړاندې کړل

۲۰ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفتر کې د کرنې د پراختیا صندوق د پلاوو له غړي او ددې صندوق د عالي شورا له رییس سره وکتل.
په دې لیدنه کې د یاد صندوق پر بېلابېلو کاري موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ، د کرنې د پراختیا صندوق چارواکو، ددې صندوق د تشکیلاتود څرنګوالي، د عامل پلاوي مسوولیتونو او دندو، د صندوق د عالي شورا د کمېټو دندې، د کرنې په برخه کې پانګوالو او پزګرانو ته د پورونو د ورکړې په برخه کې ددې صندوق وروستي فعلایتونو او لاسته راوړنو په هکله د یوې «پریزینټیشن» له لارې مالومات وړاندې کړل.
په پای کې ښاغلی احدي د کرنې د پراختیا صندوق د پلاوو غړي او رییس ته د اړوندو مسوولیتونو او دوندو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار وکړ، چې باید هلې ځلې ووشي، ترڅو د کرنې په برخه کې پانګوالو او بزګرانو ته ځانګړې پاملرنه ووشي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیکا د کرنې ریاست د جلغوزیو د ودې او پراختیا له عمومي مدیر سره یوځای د سروبي، ارګون او. . .

بازگشت