د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ښاغلي حشمت الله غفوري لنډ ژوند لیک

hashmat ghafoori

ښاغلی حشمت الله غفوري په ۱۳۶۱ هجري لمریز کال کې د بغلان ولایت په بغلان جدید ولسوالۍ کې زیږیدلی دی. نوموړي په سید جمال الدین افغان لېسه کې د ښوونځي دوره پای ته رسولې او لوړې زده کړې يې د ماسټرۍ تر کچې د کليو پراختیا او مدیریت په برخه کې بشپړې کړي دي.

ښاغلی حشمت الله غفوري د کرنې او د کلیو پراختیا په سکټور کې ۱۷ کلنه تجربه لري او په دولتي او غیرې دولتي ادارو کې د پراختیایي پروژو د مدیریت په برخه کې يې دندې ترسره کړي دي. نوموړی تر دې دمخه د وزیر د سلاکار او د کلیو او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو دهمغږی دفتر اجرایوي رئیس په توګه دنده ترسره کوله. ښاغلی غفوري د ادارې پالیسو تصویب او چمتو کولو کې همدارنګه د اړوندو ادارو سره د بهرنیو مرستو د تنظیم او جذبولو په برخه کې رغنده رول لوبولی او ددې ترڅنګ نوموړي د بهرنیو حکومتونو او نړیوالو ادارو سره په دوه اړخیزو او څو اړخیزو مذاکراتو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت استازیتوب کړی دی.

ښاغلی حشمت الله غفوري پیاوړی او ځوان کدر دی. د ماسټرۍ تر کچې د زده کړو ترڅنګ په ملي او نړیوالو ادارو کې اوږده موده په ځانګړې ډول د اوبو د تنظیم په برخه کې په کلیو او پراختیا وزارت کې کار کړی دی. د ملي يووالي حکومت مشرتابه، په کارونو کې د ښاغلي غفوري د بریالیتوب پر بنسټ نوموړي ته د ځانګړي سهم په پام کې نیولو سره په مافوق رتبه پست کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال په توګه د ټاکل کېدو پریکړه وکړه. ښاغلی حشمت الله غفوري د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم په اساس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال په توګه وټاکل شو. 

فیسبوک

 0700222107