د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې د ګټې اخیستنې پیل

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۶:۶
د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې د ګټې اخیستنې پیل: کابل کې د پیازو ۹۷ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې د ګټې اخیستنې پیل:
کابل کې د پیازو ۹۷ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۳ وږی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کابل په ولایت کې د پیازو ۹۷ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د دغو زېرمتونونو د جوړولو چارې نږدې دوه میاشتې وړاندې د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې له لارې د کابل ولایت د چهارآسیاب، موسهي، خاک جبار، بګرامی او ده سبز ولسوالیو کې پیل شوې و. د پیازو دغه زېرمتونونه هر یوه یې ۱۲ مټریک ټنه وړتیا لري او د پیازو یاد ۹۷ زېرمتونونه د ۴۷ میلیونه او ۷۵۶ زره او ۷۸۶ افغانیو په لګښت جوړې شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري نن د کابل د «فتوح کلا» په سیمه کې د پیازو د دوو زېرمتونو ګټې اخیستنې ته د سپارولو په غونډه کې وویل، دمګړۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د نږدې ۱۱ زره کرنیزو پروژو چارې روانې دي، چې له دې ډلې د یوشمېر هغو رغنیزې چارې بشپړ شوي دي او پاتې نورې پروژې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ښاغلی غفوري زیاته کړه، چې په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې له لارې د نویو پروژو په لاره اچولو سره یو شمېر کسان په دې اند و، چې ددغو پروژو ودانیزې چارې، چې په کې د پیازو او کچالو زېرمتونونه، ممیزخونې او د مېوو لپاره صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او د مېوو او سبو لپاره لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل و پر خپل وقت او د بڼوالۍ او کرنیزو محصولاتو د حاصل ټولولو څخه مخکې نه بشپړیږي، خو دغه پروژې ښه پرمختګ لري. هغه وویل: «نن یوازې د کابل په ولایت کې د پیازو ۹۷ زېرمتونونه بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.» حشمت‌الله غفوري زیاته کړه: «د ولسمشر په سپارښتنې سره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۱ زره پروژو رغنیزې چارې د حکومت له بودیجې څخه روانې دي. ددغو پروژو له ډلې د یوشمېر هغو چارې له ۲۰ تر ۴۰ سلنه بشپړ شوي یو شمېر یې د بشپړېدو په درشل کې دي او یوشمېر یې بشپړ شوي دي. د ۱۱ زره پروژو سربېره د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټور د پروژې «HVCDP» له لارې په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په اوو ولایتونو کې د نږدې یو زر او ۱۰۰ نورو پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې یوشمېر یې بشپړ شوي هم دي.»
په ورته وخت کې، دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال زیاته کړه، چې په دوو راتلونکو میاشتو کې د څه باندې ۱۲ زره پروژو چې په کې د پیازو او کچالو زېرمتونه، ممیزخونوې او سړې خونې جوړول شامل دي بشپړ او ګتې اخیستنې ته به وسپارل شي.
په همدې حال کې د فتوح کلا د سیمې اوسیدونکي د نویو کرنیزو پروژو له پلي کېدو او په ځانګړې توګه په دې سیمه کې د پیازو د شپږو زېرمتونو له جوړېدو خوښ دي، خو وایي ددې سیمې بزګران د کرنې له وزارته غواړي، چې د کرنیزو اوبو، اصلاح شوي تخمونو، عصري کرنیزو توکو د چمتو کولو او د کرنیزو پورو د ورکړې په برخه کې دې هم ددې سیمې له بزګرانو او بڼوالو سره مرستې او همکارۍ وکړي.
دغه راز په فتوح کلا کې د پیازو د یو زېرمتون خاوند محمدداوود، په دې سیمه کې د کرنې وزارت له خوا د پیازو د زېرمتونونو د جوړولو په پار مننه وکړه او وویل، چې په تېرو کلونو کې یې د خپلو محصولاتو لویه برخه ویالې ته اچول. هغه وویل، چې تر دې مخکې د پیازو ساتل او په مناسب وقت خرڅولو ته یې زمینه نه وه برابر او ډېری محصولات یې خوڅا کېدل او اوبو ته به یې اچول. محمدداوود چې سږکال یې یونیم جریبه پیاز کرلي وویل: «مخکې مې د خپلو پیازو له محصولاتو دومره هېله نه وه، ځکه چې په ټیټه بیه پلورل کېدل او یا خوڅا کېدل. خو، سږکال چې د پیازو زېرمه تون راته جوړه شوې ده، هیله لرم، چې له خپل محصول څخه ډېره ګټه تر لاسه کړم.»
عید محمد بل بزګر دی، چې دکرنې وزارت له خوا ورته د پیازو زېرمه تون جوړه شوې ده. هغه وایي: «په تېرو کلونو کې مو چې پیاز کرل په مناسبه بیه نه خرڅېدل او که موساتل نو خوڅاکېدل. خو سږکال چې د پیازو زېرمه تون راته جوړه شوې ده، کولای شم چې خپل محصول زېرمه او په مناسبه بیه یې خرڅ کړم. تر دې وړاندې اړکېډو چې د خپلو محصولاتو یوه برخه سیند ته واچوو.»
کاري فرصتونه برابرول ددغو پروژو نورې مهمې موخې دي. یوازې د پیازو د ۹۷ زېرمتونونو په جوړولو سره چې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي، د جوړولو په لړ کې یې ۵۸۲ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه. د هر یوه زېرمتونه په جوړېدو سره درې نورو کسانو ته د تل پاتې دندې زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل 

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د همغږۍ او پلان لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشري، په افغاستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا دکرنې ریاست: د راضۍ لوی ریاست پلاوی د فیروز خېلو سیمې له کورونو څخه لیدنه وکړه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا پلاوی د پکتيا ولايت احمد آباد ولسوالی د فیروز خېلو سيمې له کورونو او جايدادونو څخه ليدنه وکړه.
د ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست له چارواکو سره وکتل

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی صدراعظم عثماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د. . .

بازگشت