د کابل چهارآسیاب کې یوشمېر کروندګر وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۳:۵۱
د کابل چهارآسیاب کې یوشمېر کروندګر وروزل شول

٢۷ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکارۍ ددې ولایت د چهارآسیاب ولسوالی یوشمېر ګل خونې لرونکو ته په ګل خونو او شنوخونو کې د سبو کرکیلي اړوند روزنیز پروګرام په لاره اچولې وه.
په دې روزنیز پروګرام کې ۵۰ بزګرانو ته په ګلخونو او شنوخونو کې د بادرنګو او رومي بانجانو دکرکیلې، روزنې، خړوبول، سرې ورکول او د حرارت او رطوبت درجې تنظیم په پار هر اړخیز معلومات ورکړل شوي دي. 
ددې پروګرام موخه د بزګرانو وړتیاوې لوړول او په ټوله کې په دې ولسوالی کې د شنوخونو او ګلخونو ترویج ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۲
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني کلینیکونو څخه هراړخیزه څارنه ترسره شوه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د شینوارو ولسوالی د وترنرۍ او مالدارۍ مدیریتونو تخنیکي پلاوي د یادې ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۸:۱۸
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړی پلاوی د کرنیزو او علمي همکاریو د پراختیا په موخه د مالدووا جمهوریت ته په رسمي سفر روان شو

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لوړپوړی پلاوی د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ، د مالدووا جمهوریت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

«حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د پروګرام له لارې د کرنې وزارت یو کلن لاسته راوړنې وړاندې شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو. . .

بازگشت