د هلمند ولایت د زمینداور کانال پروژې ارزونې په پار تخنیکي غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۱:۳۶
د هلمند ولایت د زمینداور کانال پروژې ارزونې په پار تخنیکي غونډه دائره شوه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم په مشرۍ د هلمند ولایت د زمین داور کانال پروژې د بیاکتنې او ارزونې په پار غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت، د چاپېریال ساتنې ادارې، د ملي پراختیا شرکت، اقتصادي شورا، د کانونو وزارت چارواکو او دکرنې وزارت یوشمېر رییسانو ګډون درلود.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني وویل: «له بېلابېلو اداراتو څخه دې کمېټه جوړه او تخنیکي مسایلو ته دې په کتو په هر اړخیزه توګه دې د یادې پروژې ارزونه ووشي.»
د هلمند ولایت د زمینداور کانال د پروژې طرح او ډیزاین د یوې شرکت له خوا ترسره شوې وه، چې د مختلفو دلیلونو له وجې پلي شوي نه دی، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون د سپارښتنې پر اساس ټاکل شوې، چې پر یاده پروژه بیا کتنه او کار یې پیل شي.
وچکالي، د اوبو کمښت، د ایران هېواد حق آبه، د سیندونو رسوبات، د برېښنا بندونه او تخنیکي ستونزې ددې پروژې پر وړاندې لویې ننګونې دي.
د افغانستان اسلامي امارت په پام کې لري، چې د ستونزو ارزونې او ددې کانال د پلي کولو کار پیل کړي.

جلسه تخنیکی به‌منظور بررسی پروژه کانال زمینداور ولایت هلمند دایر گردید
جلسه تخنیکی به‌رهبری مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور بررسی و بازنگری پروژه کانال زمینداور ولایت هلمند دایر شد.
در این جلسه مسوولان از وزارت انرژی و آب، اداره محیط زیست، شرکت انکشاف ملی، شورای اقتصادی، وزارت معدن و شماری از رییسان وزارت زراعت اشتراک داشتند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری گفت:« کمیته از ادارات مختلف ایجاد و با در نظر داشت مسایل تخنیکی آن به‌طور همه جانبه بررسی شود.»
طرح و دیزاین پروژه کانال زمینداور ولایت هلمند توسط شرکتی انجام شده بود اما به دلایل مختلف تطبیق نشده است، به اساس هدایت کمیسون اقتصادی ریاست الورزا امارت اسلامی افغانستان  قرار است این پروژه دوباره بررسی و کار آن آغاز گردد.
خشک سالی، کم آبی، حق آبه کشور ایران، رسوبات دریاها، بندهای برق و مشکلات تخنیکی از چالش عدم تطبیق و فرا راه این پروژه است.
امارت اسلامی افغانستان در نظر دارد این مشکلات را بررسی و کار تطبیق این کانال را آغاز نماید.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت