د هلمند ناوې ولسوالی عمومي بڼ کې ۳۳۰۰ نیالګي کېنول کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۵:۲۰
د هلمند ناوې ولسوالی عمومي بڼ کې ۳۳۰۰ نیالګي کېنول کېږي

۳ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د ناوې ولسوالی د عمومي بڼ په ١٢ جریبه ځمکه د پرله پسې کار کولو وروسته تېره ورځ کرنې ته چمتو شوه، چې په کې د مېوه یي او زینتي ونو کرلو لړۍ پیل شوی دی. 
په نوموړې قوریه کې د نیالګیو اېښودلو په لړۍ کې د ولایت مقام، کرنې ریاست او اړونده ادارو ګډ پلاوي ګډون درلود.
په نوموړې ځمکه کې دا مهال ٣٣٠٠ اصله بېلابېل مې،ه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول کېږي چې په ترکیب کې یې انار ١٢٠٠ ، بیره ٣٠٠ ، شفتالو ٢٠٠ ، نارنج ٣٠٠، ناجو ٢٥٠ ، توت ٣٠٠، شیشنګ ٢٠٠ ، ګنډیری ٢٥٠ ، ګلاب ٢٠٠ او زردالو ٢٠٠ اصله نیالګي شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې په یاده ځمکه کې به د ځانګړي پلان له مخې د مېوه یي ونو ننداریز بڼونه او د بزګرو د اړتیا وړ بېلابېل نیالګي وروزل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت