د هلمند مرکز لښکرګاه  کې ٣٠کورنیو سره مرستې وشوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۳:۳۶
د هلمند مرکز لښکرګاه  کې ٣٠کورنیو سره مرستې وشوې

۱۵ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (داکار) مؤسسې په همکارئ، ددې ولایت په مرکز لښکرګاه کې پر ٣٠ بېوزلو او بې سرپرستو کورنیو دشیدو وزې او د خیاطۍ اړوند توکي ووېشل شول.
ددې مرستې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته ٢ راسه دشیدو وې، ٤ راسه دوزو مرغومان، ١٣٠٠ګرامه د رشقې تخم،  ٢٥.٥کیلوګرامه کنجاړه او یو بوتل د چینجیو ضد درمل وېشل شوي دي.
د پورتنیو توکیو ترڅنګ یادو کورنیو ته یوه پایه د خیاطۍ ماشین، یوه پایه میز، یو عدد قیچي، ٢بوتله دماشین تېل، یو عدد اوتو، یو عدد کنټرولر، یوه پایه د ګازو ډبه، یو عدد کج متر، د اندازې نیولو فیته او یو عدد پلاس هم ووېشل شول. 
د یادولو وړ ده چې د نوموړو کورنیو د تثبیت ، انتخاب او توزیع چارې د ګډې کمیټې لخوا په شفاف ډول ترسره شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

بازگشت