د هلمند د بينډيو حاصلات بازار ته وړاندې شول

user-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۲ - ۱۸:۳۰
د هلمند د بينډيو حاصلات بازار ته وړاندې شول


۲۲ غویی ۱۳۹۹
دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او اړونده ولسوالیو کې بزګرو پخپلو ځمکو کې د دودیزې کرنې پر ځای عصري کرکېلې ته مخه کړې ده، چې د بینډیو او نورو سبو حاصلات یې تازه بازار ته وړاندې شول.  
هلمندي بزګران په خپلو بینډۍ، رومي بانجان، توربانجان او نور ډول ډول سابه کرلي، چې د هلمند په ګډون نورو ولایتونو ته هم صادریږي.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په مرکز لشکرګاه، ناوې، نهرسراج، نادعلي او ګرمسیر ولسوالیو کې په پراخه کچه سابه کرل شوي، چې په دې سره به هېوادوال معیاري سبو ته لاس رسی پیدا کړي او د بزګرو اقتصادي وضعیت په ورسره ښه شي.
د هلمند د کرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي  بزګرانو او ځمکوالو سره په بېلابېلو برخو کې له نږدې همکاري کوي ترڅو په کرنیزو پیداوارو کې زیاتوالی راشي او په ښه کیفیت سره تولیدات بازار ته وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا،. . .

بازگشت