د ننګرهار کانال ریاست ادارې غونډه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۲:۲۰
د ننګرهار کانال ریاست ادارې غونډه 

۲۲ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال رییس مولوي غلام الرحمن کظيم په مشرۍ ددې ادارې اداري غونډه ترسره شو .
پدې غونډه کې چې ددې ادارې ټولو امرينو، لويو مديرانو برخه لرله په ډېرو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وشوې او د لا ښه ترسراوي لپاره ورته تدابير ونېول شوه . 
په دې غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو لکه په روان کال کې د زیتونو تېلو او اچارو سلنې/ اندازې لوړولو لپاره په شته فارمونو کې ټول اګروتخنيکي فعاليتونه په وخت ترسره کول، دمالدارۍ فارم شته غواګانو نسل اصلاح او د نورو هغو غواګانو فارم ته راوړل چې ددې ځاى د اوبو او هوا سره ښه توافق ولري او د شېدو اندازه ورسره لوړه شي، د ساختماني پروژو په وخت او ښه معيار سره ترسره کولٖ،  د نوو مالټه بڼونو د احداث لپاره هغه قراردادیان چه د ستروسو بوټي کري، اړينه ده چې د ریاست لخوا ورسره پلاوی موجود وي ترڅو پلاوی بوټي وګوري چه د ښه کیفیت لرونكي وي، او د سېمې سره توافق وکړي،  ورسته له هغې دې وکري، د ناروغیود او افاتو مخنيوى لپاره بايد دوا شېندنه په وخت  ترسره شي، همدارنګه ترانسپورت مديريت دې خپل ماشینونه ترمیم او جوړ کړي تر څو د کانال په هره پروژه کی ورته اړتیا شوه وکارول او یوشمېر نورو چارو خبرې وشوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۸
Background image

کابل کې څه باندې ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته د چرګانو او وزو وېش لړۍ پیل شوه

د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغانستان لپاره د کلیو بیاودانولو ادارې «آرآراې‌اې»، په همکارۍ ددې ولایت په خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې« په افغانستان کې د اغېزمنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۶
Background image

پکتیا کې د بروسلوز ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خصوصي وټرنر ډاکترانو روزنیز پروګرام پیل شو؛ څه باندې ۱۰۰ زره څاروي واکسنېږي

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د بروسلوز ناروغۍ د. . .

بازگشت