د ننګرهار کانال امارتي شرکت رییس د هډې فارم له روغتیایي کلینیک څخه لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۴:۹

۲۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کانال امارتي شرکت عمومي رییس سید محمد نعیم «محمدي» د بهسودو ولسوالۍ د روغتیا د برخې مسوول ډاکتر سمیع الحق په ملتیا د هډې فارم روغتیايي کلینیک څخه د لیدنې په ترڅ کې د کلینیک ستونزې او اړتیاوې وڅیړلې او اړوندو مسوولینو ته یې د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
دغه روغتیايي کلینیک، چې په دوه جریبه ځمکه کې د هډې فارم امریت ترڅنګ د دې ادارې له جوړېدو سره سم فعال شوی، هره ورځ د ننګرهار کانال امارتي شرکت کارکوونکو او نورو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
د کلینیک مسوول ډاکتر خوشحال وایي چې دا کلینیک، د مور او ماشوم روغتیا، داخلې او تغذیې، واکسین، لابراتوار، جراحي، نري رنځ او نورو برخو کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت کارکوونکو او نورو هېوادوالو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت