د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې په څه باندې ۲۷ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوی

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۹:۴۹
د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې په څه باندې ۲۷ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوی

۸ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وایي، چې د خوړو او کرنې نړیوال ادارې (FAO) په مالي او د اکشن آیډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې ۲۷ زره او ۳۵۰ کروندګرو ته د څه باندې ۱۳۶۷ ټنه اصلاح شوي تخمونه، څه باندې ۱۳۶۷ ټنه DAP او څه باندې ۱۳۶۷ ټنه یوریا کیمیاوی سرو د وېش لړۍ پیل شوی دی.
ددې لړۍ په ترڅ کې هر بزګر ته ۵۰کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او ۵۰ کیلوګرامه یوریا او ۵۰ کیلوګرامه DAP سره وېشل کېږي، چې ددې اوونۍ تر پایه بشپړ کېږي.
یوشمېر بزګران خوښ برېښي او وایي، چې د غنمو تخمونه یې په خپل وخت تر لاسه کړه او په خپل وخت به یې کرکېله تر سره کړي او په پایله کې به ښه حاصل ترلاسه کړي. 
د ننګرهار دکرنې رییس عبدالستار محمد دغه راز وویل، چې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ننداریزو قطعو جوړولو په پار هم په ۱۴۴۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او څه باندې ۷۴ ټنه کیمیاوي سروې وېشل شوي دي، چې موخه یې د اصلاح شویو تخمونو دودول دي، تر څو کروندګر تشویق شي او وکولاي شي په کم مصرف له لږې ځمکې څخه زیات حاصل لاسته راوړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت